کور / تازه خبرونه / کندهار : دوو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

کندهار : دوو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت په ارغستان ولسوالي کي تېره ورځ د ملي اردو او د وسله والو تر منځ يوه نښته سوې چي په پايله کي يې يو تن وسله وال وژل سوي او يو بل تن ژوبل سوى او نيول سوى دئ .
خبرپاڼه ليکي چي د يادو کسانو سره يې يو موټر سايکل او يو شمېر وسلې هم نيولي .
وسله والو طالبانو د حکومت د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي .