کور / هراړخیز / دسلطان محمد فاتح …..په زړه پوری تاریخي داستان ۱۶مه برخه

دسلطان محمد فاتح …..په زړه پوری تاریخي داستان ۱۶مه برخه

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی


دهشام د راپرزیدو سره سم د سلیم پاشا دباغیانو ډله  په ټول کور کې خپره شوه، تر دې وخته پورې پخپله سلیم پاشا  روغ رمټ و . هغه  په  دې جنګ  کې بلکل  برخه  نه وه اخستې . هغه  هغې خونې ته   چې  سیکنه په کې په سنګر کې ناسته  وه د ور  ننوتلو څخه  هم  په ویره کې و ، ځکه په دې وخت کې سکینې بې بې  هم   د غشو ویشتل پرې  ښودې و او  توره  یی په لاس کې اخستې وه  او د کوټې  ددروازې  تر شا ولاړه وه .  بلواګران  په ویره  ویره  دهغې  خوني ته ور ننوتل ، لمړۍ  یو نقاب پوښه  اوتر شا یی سلیم پاشا  خپله توره په لاس کې نیولې وه او کمرې ته ور ننوت . هغه  په ډیر احتیاط سره کمرې ته ور ننوتې و …خو دهغه احتیاط دهغه  په  کار  رانه غې ، ځکه سکینه  لکه د وږې  زمرۍ په څیر د دروازې د شا څخه را ووتله  اوپه یوه ناڅاپه یی په دې نقاب پوښانو باندې  حمله وکړه . هغې په خپل لمړني ګذار  سره  د یوه نقاب پوښه  کار ور ختم کړ  او دیوې ماهرې تورې وهونکې  په څیر  په سلیم پاشا  باندې حمله وکړه . سلیم پاشا دهغې د تورې وهلو دفن څخه  په ویره کې لویدلې و  ځکه هغه یوطبیب  و ،  په داسې حال کې چې  سکینه د هشام  ننګور  او د طاهر  ښځه وه . کله چې هغې د سکینې د تورې  فن  وکوت سمدلاسه  شاته ولاړ  خو پخوا ددې چې  هغه  شاته ولاړ شي  او دسکینې  د تورې څخه  ځان خوندي کړي  ، سکینې پرې  د لیونۍ په څیر  حمله راوړه . دسکینې توره  د طبیب  په لاسو  ورپریوته  اودهغه د لاس درې ګوتې یی  پرې   کړې او په لاندې فرش  باندې  یی ترې  وغور ځولې . سلیم پاشا لکه د حلالې  شوې  وزي په څیر  رمباړې وهلې  او په  داسې حال کې چې خپل لاس  یی  په تخرګ  کې ننویستې و  د کوټې یوه کونج ته ولاړ . اوس نو هغه ځانه  سنبالاوه خو سکینه  یی تر شاوه  ، اما  سکینې  هغې ته و نه رسیده  ځکه   درې څلور کسو نقاب  پوښانو په دغه میړنۍ او  زړه ورې  ښځې  باندې  دشا له اړخه  حمله کړې وه ، سکینه  و نه توانیده چې د څلورو واړو  تورې  له ځانه تم کړی  په دې اساس  سخته  زخمی شوه  ، دهغې  دچپ  اړخ   اوږه پرې کړل  شوې وه  اوپه سر یی هم د تورو زخمونه  و . یوناڅاپه یی د سترګو تر مخ  اسمان و څرخید  اوبې هوشه په زمکه راپریوته .


نقاب پوښان  ددې  میړنۍ  ښځې څخه ډاډمن شول  ، اوسمدلاسه دسلیم پاشا په لور ورغلل . ځکه سلیم پاشا د لاس  د  ګوتو د پریکیدو د درد څخه  ډیر  زیات  نا ارامه  و  ،په همدې وخت کې نور  حمله کونکې هم  دې کوټې ته را ننوتل ، هغوې ټول کور  لټولې و  خو په کور کې یی ددې دواړو څخه  بل  څوک  نه و موندلي . سلیم پاشا  د همدې  چغو او واویلاو  په  وخت کې   وویل :


« دومره ژر  نور خلک چیرې  تللاې شی ؟…… هغوې به همدلته دګاونډې په کور کې وي ، تاسو سمدستي   د شاوخوا  ګاونډیانو په کورنو باندې حمله وکړئ …..»


دسلیم پاشا خبره  لا  نه وه تکمیل شوې چې بیرون په کوڅه کې د اسونو د تاخت  اوازونه  پورته شول ، دوې سمدلاسه  متوجه شول او د سلیم پاشا شپږم  حس  هم  دخطر  احساس  کړې  و ، هغه یوه لمحه ځنډ  هم  مناسب و نه ګاڼه او بیرون ته یی منډه کړه ….دهغه سپاهیان  دهغه تر شاو .هغوې  لا په کوڅه کې و چې د مخالفې لورې  یی  مخې ته  داس سپرو یوه ډله راغله .


دا همغه خلک وچې د رابللو له پاره یی هشام  دګاونډې  نوکر  ور  استولې و  ، دوې د اغا حسن  سپاهیان و ، قاسم بن هشام دوست  اغاحسن چې کله باغیان د  قاسم دکور  نه د وتلو په وخت کې و کتل نو سمدلاسه یی  پر هغوې  دحملې له پاره خپل آس  را تاو کړ  خو دسلیم پاشا سپاهیانو دهغوې  سره دجنګ  تاب نه درلود په دې خاطر  هغوې  ټولو  خپلې لکۍ  تاوې کړې او  د سترګو په رپ کې دهغه ځایه  و تښتیدل …… اغا حسن   تر ډیره  پورې  دهغوې پسې خپل آس  و ځغلاوه  او ډیر  ژر  یی د قاسم دپلار اودهغه  د ورندار  قاتلین  را لاندې کړل  اوپه  ډیر  کم وخت کې  یی  دهغوې  ګڼ  شمیر  له منځه یوړل …… خو …..


خوسلیم پاشا ….. دهغه ځایه وتلې و . ځکه هغه د ټولو دمخه  بیرون  راغلې و  او دټولو نه  مخته  په خپل آس سپور  شوې او تښتیدلې و ….


اغا حسن  د بلواګرو د له منځه وړلو وروسته بیرته راستون شو  خوزړه  یی په زوره  زوره  درځیده ، او په  ذهن کې  یی  ډول ډول  خیالات  را ګرځیدل …..هسې نه چې دښمن د قاسم کورنۍ ته زیان  ور اړولې وي …  په همدې  فکرونو کې ډوب د قاسم کور ته راغې . خو زړه یی هملته په ډیوډۍ کې  ټکان وخوړ ….. ځکه د قاسم پلار   دخپلې تورې  لاستې  په خپل  لاس کې نیولې  و او په وینو کې  لت پت  پروت و . دهغه  په څیرې کې اوس   هم ډیر  زیات  رعب او دبدبه  وه . دهغه  چپ اوښې لورې ته  د بلواګر و  لاشونه پراته و و . دوې  ټول هغه په خپله  اودخپلې ننګور  په کومک  له منځه وړي و. په کور  کې  مرګونې  خاموشي خپره وه  او هرې  لورې ته د وینو  لیکې  خپرې  شوې وې ، اغا حسن په ډیره  غمژنه توګه  را مخته شو او د هشام  لاش  یی را پورته کړ ، اوس  یی  غوښتل چې دننه کوټو ته ورشي ،هغه  ډاډمن شوې  و چې دطاهر ټوله کورنۍ  شهیدان کړل شوي دي ،خو کله چې کمرې ته ور ننوت  نو دیوې  ښځې  لاش  یی تر سترګو شو ، دهغې سر او  اوږه  زخمې وه  ، دې  باوقاره  اومیړنۍ ښځې  لا تراوسه خپله  توره په لاس کې نیولې  وه او پړمخ پرته وه . په دې خونه  کې د یوه نقاب پوښه  لاش  هم پروت و . اوفرش  ټول  په وینو  کې ډوب  و . دا د اغاحسن  له پاره ډیره ستره  صدمه  وه  ، هغه  په دې  ډیر غمژن  و  چې ولې په وخت  د خپل  دوست  قاسم دکورنۍ د خوندی کولو له پاره نه و  رارسیدلې. دکور  ټول  سامانونه خواره واره پراته و   او هرشې په وینو ککړ  معلومیده . هغه تر اوسه پورې د ګنګې  په څیر  ولاړ  و  نه پوهیده چې څه وکړي، د هشام لاش  یی په یوه تخت  باندې  کیښود  او خپل ملګرو ته یی د ټول کور  د لټون  له پاره حکم وکړ .


په دې وخت کې یی  ښځینه  اواز  تر غوږو  شو . دا سې  بریښیده چې دا به د سکیني اواز  و . را منډه یی کړه او دسکیني په لور ورغې . داسې معلومیده چې هغه تر اوسه پورې  ژوندۍ  ده .  هغه  په بیړه هلته  ور  غې او پړمخه پرته  ښځه یی  را سمه کړه ، دسکینې  سترګې  خلاصې شوې  ، هغه په هوش کې راغلې وه، کله یی چې اغا حسن وکوت  نو په مړژواندي  اواز  یی  څه وویل :  اغا حسن ورته  سمدلاسه وویل  چې :


« اغاحسن  یم ….دقاسم  دوست ….. کوچنیان  چیرې دي ؟ »


اوس نو د سکینې پر مخ  باندې یوه  عارفانه  شانته خندا وه ، هڅه یی وکړه چې خپل سر را پورته کړي ، اغا حسن  ور مخته شو اودهغه سر یی  راپورته کړ اوپه خپل زنګون  یی کيښود. اویوه عسکرته یی اواز وکړ تر څو  اوبه راوړي …..سکینې ورته په  حسرتناکه  سترګو کتل ،دهغېد شونډو څخه په ډیر کمزورې اواز سره  څه راوتل . «  تاسو دلته په راتلو کې ځنډ کړې ……ژون….ژوندته مو خداې پاماني ویلې ده …..پلا…پلار جان  شهید شوې دې . …..هغه …. دډیرو  نقاب پوښانو  سره مقابله وکړه …..هغ…هغوې  دوه….  دوه ځلې  حمله وکړه …..ما…..دهغې ….. سر… دار…… زخمې ….زخمې….»


دسکینې ساه خرابه شوې وه ، داغا حسن ملګري اوبه راوړې ، داغا حسن د اوبو پياله د سکینې په شونډو باندې کیښوده ، څو څاڅکي اوبه د سکینې په خوله کې ور  توې شوې  خو څه نورې دخولې نه بیرون  توې شولې ، کله چې د اوبو څاڅکي د سکینې د ستوني څخه تیر شول نو هغه  یو ځل بیا په هوش کې راغله  او ویی ویل : « زما ….کوچنیان …. کوچنیان  …. راوړس …..هغوې  چیرې دي …؟»


اغا حسن  سمدلاسه  عسکرو ته حکم وکړ چې د ګاونډې دکوره  دهغې  کوچنیان را ورسوي ،پخپله یی هڅه کوله  چې سکینې ته تسلي ورکړي .


« میړنۍ  ښځې  ! مونږ سپاهیان  ستا میړانې ته  سلام کوو . ته اندیښنه مه کوه  ، ته  زخمي شوې یی . زه به دې همدا  اوس د طبیب  خوني ته  ور  ورسوم .»


خو دهغې په سترګو کې ناهیلې  راپیدا شوې وه ، او دخپل  ژوندي پاته کیدو  ټولې هیلې یی له  لاسه ورکړې وې . د لږ ځنډ وروسته  په یوې  کوټې کې د قاسم د مور د ژړا  اواز  واوریدل شو ، داسې ډاګیزه شوه چې د سکینې  کوچنیان  راغلي دي . داډیر دردناکه  حالات  وو . عمر اوعلي  ګم صم  خوني ته  را ننوتل  ، دهغوې مخونه   لکه د ژیړ  لرګې په څیر  ژیړ  شوي و. عمر اوعلي د خپلې شهیدکیدونکې مور سره  یو ځاې کیدل  غوښتل ، اغا حسن ددې منظر  دلیدلو توان  نه  درلود  ، کوچنیان خپلې مور ته راغلل اودخپلې  مور په څنګ کې کیناستل . دقاسم  مور  هم په ژړا او واویلا کې کوټې ته را ننوتله . په همدې وخت کې  اغاحسن  خپلو عسکرو ته حکم وکړ :


« څومره  ژر  چې شوني وې  یوه   ارامه  بګۍ  راوړئ  ، تر څو  زه دا  ترټول  ښه طبیب  ته بوځم .»


خو اغا حسن  ډیر  هیلمن  نه و .  سپاهیانو د برق په څیر  منډې وهلې ، سکینې چې کله خپل  کوچنیان و کتل نود یو لاس د راپورته کیدو  هڅه یی وکړه  تر څو د هغوې  په  رخسارو  یی را ښکاږي . خو ونه توانیده . دهغه  پورته کړل شوې لاس  را پریوت او هغه یو ځل بیا بې هوشه  شوه .نن د قاسم په کور کې کربلا  جوړه  شوې وه . دمارسي  خادمه  هملته په دهلیز کې ناسته  وه او  ویر  یی  کاوه . د شاوخوا دګاونډیانو  ښځې اونر  هم  همدلته را ټول شوي و  ، دا ځل سکینه تر ډیره پورې   بې هوشه   پرته وه ، په همدې وخت کې سپاهیانو  بګۍ  راوړه ، اوبیا یی په ډیر کم وخت کې سکینه د ښار د طبیب  سلیم  پاشا  ځاې ته ورسوله .


خو دسلیم پاشا  مطب  بند و . اغاحسن کوچوان  ته حکم وکړ  چې  بګۍ د سلیم پاشا کور ته  بوځي . په ښا ر کې د بغاوت  په اساس  کوڅې او بازارونه بند و . کوم  کس  نیم  که  په سترګو کیده  هغه هم د ویرې او خوف   له لاسه   ناارامه معلومیده . بلاخره د سلیم پاشا کور  راغې ، سلیم پاشا  هملته په کور کې موجود و . خو دخپل  زخم  په اساس  یی د  دې  ښځې دعلاج کولو نه  انکار وکړ . اوس  نو د اغا حسن  سره د زور  څخه دکار د اخستلو بله لاره  نه وه .  توره یی  راوویسته او  د سلیم  پاشا  خادم  ته  یی وویل :


« سمدلاسه طبیب  را وبوله او کنه  سپاهیان  به کورته ور ننوځې او په زوره  به یی راوړي . ته پوهیږې  چې  په ښار کې  افراتفري او بغاوتونه  خپاره دي  ، سمدلاسه ولاړ شه اوزما د حکم تعمیل وکړه .»


خادم  سمدلاسه  منډه کړه  ،  په دې وخت کې سکینه هم په هوش کې راغلې وه . خو ساه یی ډیره  خرابه او تیزه  وه .  دهغې  سینې ټوپونه وهل .شاید چې  هغه  خپلې اخری ساه ګانې اخستې . اغا حسن  چې د سکینې دا حال وکوت نو پخپله  د سلیم پاشا کور ته ور ننوت  خوسلیم پاشا  بیرون ته را روان وو ،دهغه  ښې لاس  په یوې پټۍ  تړل شوې و. او څیره یی د زیړ لرګي په څیر  ژیړه شوې وه ،قدم یی ډیر سست  او وجود یی کمزروې شوې  و، خو  داغا حسن  په  ګواښنه باندې د هغې   زخمې ښځې  کتلو ته راغې ، اغاحسن  هغه له ځآنه سره راواخست اوپه منډه منډه  ېې  تر بګۍ پورې  راوست . خو کله یی چې دسکینې  مخ ته وکتل نو هوش  یی والوت ،ځکه هغه ښځه چې دهغه د سترګو تر مخه  وژل شوې وه ، بیرته راژوندۍ شوې اوغواړې دهغه  په لاسو  تداوي  شي  . دهغه پاته  حواس هم  له منځه تللي وو. هغه ته داسې ډاګیزه شوه چې  مریضه نه بلکه  مرګ دهغه سر ته رارسیدلې  دې . دغې  غیر  متوقع او نا څآپې  پیښې  پر هغه  سکته راوړې وه. هغه  په ډیر  غور  سره د سکینې  مخ  ته کتل   په همدې وخت کې دسکینې پټې سترګې  هم و غوړیدې  اوپه سلیم پاشا ور ونښتې . که څه  هم د حملې  په وخت کې سلیم پاشا په خپل مخ باندې  نقاب  تړلې و  خوبیا هم دهغه  دسترګو  د لیدلو وروسته  ساه ورکونکې سکینی  ډیره  زیاته حیرانه شوه . هغې  هڅه وکړه چې خپلې سترګې  پوره پرانزي، لاس  یی راپورته کړ  او غوښتل یی دسلیم پاشا په لور  د اشارې کولو په ترڅ کې څه ووایی . خو  په هغې د مرګي  څپه راغله او هملته یی ساه ورکړه .


د اغا حسن  له پاره دا  یوه  عجیبه  معما وه ، هغه ته داسې  څرګنده  شوه چې  سکینې په خپل اخري وخت کې غوښتل  سلیم پاشا  طبیب  ته  څه ووایی. خو هغه  په دې نه و پوه شوې  چې سکینې  طبیب  پیژندلې و ، کله چې سکینې خپله اخري ساه  اخسته  نو داغاحسن  د سیني څخه  یخ  تپ  راووت ، هغه ډیر غمژن او پریشانه و ، دهمدې پریشانې په وخت کې هغه  دسلیم پاشا حالت  ته متوجه نه شو ، سپاهیانو ته یی د سکینی بی بی  د لاش   د وړلو  حکم وکړ   او په خپله یی دغم  څخه  سر ښکته کړې و او د هغوې تر شا  روان و .


هغه وخت چې  قاسم اوطاهر  بیرته راستانه شول نود هغوې دخوشحالۍ نړۍ  لوټ  شوې وه،دهغوې خوشحاله کورنۍ   په غم اوتیارو بدله  شوې وه ، دهغوې  میړنې او بهادر پلار د  منونو  خاورو  لاندې  ښځ  پروت و  او د طاهر  د ژوند  اودهغه   دغم او خوشحالیو  ملګرې  سکینه هم  په هدیره کې خاموشه  پرته وه ، عمر اوعلي د خپلې مور او نیکه په غم  کې په ژړا ګانو باندې  ځانونه  بلمنګه کړي و . د قاسم اوطاهر له پاره دا ټکان  د  زغم وړ  نه  و ، دوې دواړه د سلطان مرادخان  ثاني دبیرته راوستلو له پاره  ایدین ته تللې و. هغوې هملته  سلطان ته د بغاوت کونکو  یو  انځور  وړاندې کړ  اودهمدې انځور د وړاندې کولو وروسته سلطان یوځل بیا هوډ وکړ چې بیرته اورنه  ته راستون شي، هغوې خو په دې وتوانیدل چې سلطان دعزلت  د ګوښه ناستې  څخه رابیرون  کړي اوبیرته یی  له ځانه سره  اورنه ته  راوړي خو اوس دغم  دزیادښت  له امله دوې په خپله  د عزلت  ګوښې ته  تلونکې و .


د قاسم د ذهن څخه د غم وریځې ولاړې  خو د انتقام او بدلې  اخستو احساس  یی  په زړه کې  را و ټوکید،هغه  غوښتل  په هر حال  دخپل  پلار او  ورندار تر  وژونکو پورې ځانونه ور  رسوي . اغا حسن ورته   ددې پیښې په اړه  ټول  هغه څه  چې یی کتلې وي په تفصیل سره وویل ، هغه دګاونډیانو څخه هم د هرې  خبرې  پوښتنه کړې وه  ، دهغه مور او دمارسي خادمې هم ورته  د پیښې په اړه  تفصیل ویلې و . او ورته یی ډاګیزه کړې وه چې حمله کونکو نقابونه اغوستې و . خو معلومه  نه وه چې ولې دقاسم په زړه کې  کومه  خبره  زوړنده  پاته ده.  هغه ته  اغا حسن ویلي و چې دهغه  ورندار د سختې زخمېکیدو  په  وخت کې د حمله کونکو دسردار  ګوتې پرې کړې وې ، اغا حسن ورته دا  هم ویلي و چې طبیب  سلیم پاشا دهغه د ورندار  په  تداوۍ کې  د غفلت او سستۍ نه کار اخستې  و  خو اغاحسن ورته دسلیم پاشا د طبیعت او د لاس  د زخمې کیدو په اړه  خبره کول  مناسب و نه ګڼل . هغه  په دې شک کې و چې د شهزاده علاوالدین او سلیم پاشا تر منځه   څه  پخوانې پټو   اړیکي شتون  درلود. هغه  اوس  شپه او ورځ په همدې  فکرونو کې ډوب پاته و .


د سلطان  د راتلو وروسته  په اورنه کې   بغاوت  تر کنترول  لاندې راغې ، سلطان د راتلو سره  سم دبغاوت کونکو سترو سترو کسانو ته د مرګ  سزا ورکړه  او یو زیات  شمیر نامسؤله  افسران یی په ځندانو کې واچول . تر څنګ  یی د یني چري  ګڼ شمیر  سپاهیان  یی د  بغاوت او ارتداد   په خاطر  له منځه یوړل .په دې کارو سره  اورنه یوځل بیا د امن اوسکون  ښار و ګرزید. خو لا تر اوسه  سلطان د بغاوت  جرړې نه وې  پیدا کړې . سلیم پاشا تر اوسه پورې  ژوندې و  او دهغه لاس  تر اوسه  پورې   تړلې و .دهغه  د ښې لاس درې ګوتې   پرې کړل شوې وې  ، په دې خاطر  یی  لا تر اوسه  روغتیا  نه  وه موندلې .


سلطان څو ورځې وروسته قاسم  را وغوښت . او د قاسم  د کورنۍ  په دغه  ډول  وژلو  یی د زړه له کومې  افسوس  ښکاره کړ او هغه ته یی حکم وکړ چې د بغاوت اصلي  جرړې  راپيدا کړي . قاسم پخپله هم همدا غوښتل چې هغه ته  سرکاري اختیارات  ور په برخه شي  تر څو  په ازادۍ  سره  خپل  دښمنان   و لټوي ، اوس نو هغه یو ځل بیا سرکاري  سراغ  رسان  ګرزیدلې و، دا ځل  بهرام خان او دهغه  ټوله  اداره  دده  تر  کنترول اوحکم لاندې  و ه. په محل کې  لرې کړل شوي  سلطان محمد  هم دقاسم سره خپله خواږي څرګنده کړه . اوهغه ته یی دخپله اړخه د هر  ډول  بسپنې اوکومک  ډاډ ورکړ .


ددې پیښې  څخه  یویشت ورځې وروسته    قاسم  دیوې  په زړه پورې  پیښې سره مخ  شو ، هغه د اورنه بازار د اهنګرانو  کوڅې څخه تیریده چې د اربان  سره مخ  شو ، دا  داورنه  د بازار  یوه تنګه کوڅه وه چې  اهنګرانو اونجارانو په  کې  کار کاوه ، په دې بازار کې   تورې  ، نیزې ، کمانونهه  او نور  جنګي وسایل هم جوړیدل  او پلورل کیدل . قاسم په لمړي نظر سره اربان  وپيژانده . اربان  هم  چې  قاسم وکوت  نو  ورغاړیوت . قاسم  تر هر څه دمخه  د اربان څخه  بښنه و غوښته  چې  دخپلو زیاتو مصروفیاتو په واسطه یی و نه شوکولاې  دهغه سره  خپله ژمنه  پوره کړي خو تر څنګ  یی د اربان څخه  هم وپوښتل چې هغه په اورنه کې په کومو کارونو باندې  مشغول  دې ؟ او  چیرې  اوسیږي ؟  اربان په   ورته په خندا ځواب ورکړ او ورته یی وویل :


« زه خو په همدې بازار کې دیوه ستر اهنګر  سره کار کوم . او همدلته د اورنه  په یوې محلې کې اوسیږم»  قاسم په دې  ښه پوهیده چې اربان یو بې ضرر ه  انسان دې  خوبیا هم یو اروپایی اوعیسوي نژاده  وګړې دې  نوپه دې خاطر  یی پرې  څه شک کیده . هغه غوښتل د اربان څخه لږ څه نور هم وپوښتي  خو په دې وخت کې اربان په خپله  خبرې پیل کړې او ویی ویل :


« درونده دوسته !  … ته به  زما په خبرو ډیر  حیران پاته  شي او خوشحاله به هم شې  چې ما اسلام  منلې دې  او دبغاوت  په ورځو کې  چې کله  زه په خپل کور کې بند پاته و م  نو ما دقران کریم دلوست   هڅه هم کړې ده.


« ډیره حیرانونکې  ده ……تا اسلام  قبول کړې دې ؟…. اوس خو ته نه یوازې زما دوست یی بلکه  مسلمان ورور مې هم یی …… خو په تاکې دا بدلون څنګه  راغې ؟ اودا چا په  کومک  درکې  راغې ؟ …


د قاسم په خبرو کې  ریښتیا هم  حیرانتیا وه  خو کله چې اربان ورته دخپل مهربان  نوم ووایه  نوقاسم دحیرانتیا  څخه  یو ټکان وخوړ  ځکه چې اربان  ورته وویل :


« په ما کې دا بدلون  زما  د وریرو  مریم  اوحمیرا په  مهربانۍ سره راغلې دې  ، زما دا وریرې ډیرې مهربانه  دي ،هغوې  پخپله هم اودهغو  پلار  عباس  هم نوي مسلمانان  دي  ،مونږ ټول  غواړو  قرانکریم  ولولو ،اوس  مونږ دخپلو ځانو له پاره یو استاد  هم  نیولې دې ،ته  خوکله  زمونږ کور ته راشه ….»


قاسم  ته دا  خبره داسې  ښکاره  شوه  لکه  یو ناڅاپه  چې په هوا کې الوتې وي، د ډیرې حیرانتیا  له وجهې  یی  دخولې څخه  خبره نه  راوتله . ځکه هغه عباس ، حمیرا او  مریم  درې  واړه پیژندل ، بلکه دهغوې نومونه هم  قاسم  ایښودي و. هغه به د بوسنیا هغه  شهزادګۍ  څنګه  له یاده ویستلې وې  چې په همغه  لمړۍ ورځ یی د یني چري د    پنځه زره کسیز فوځ  دسالار سره    ټکر کړې و . هغه په دې هم  حیران و  چې هغوې  څنګه او څه ډول دلته  اورنه ته رارسیدلې دي . اوبیا د اربان  سره یوځاې دوې ټول  په یوه محله کې  اوسیږي. دهغه سترګې دحیرانتیا  څخه  خلاصې  پاته شوې وې اوپخپلې  بې علمۍ یی افسوس کاوه . هغه  اربان  له ځآنه سره واخست  او  په یوه  قهوه ځاې  کې  ورسره کیناست  او تر ډیره  پورې یی ددې  بوسنیایی  نوو مسلمانانو په اړه ورسره خبرې کولې . اربان ورته وویل چې هغه د سلطان  او د مسلمانو عسکرو له پاره  یو  منجنیق شکله  توپ   جوړوی  اوتر څنګ  یی غواړي دسلطان سره وویني . دقاسم له پاره دا ټولې خبرې نوې اوحیرانونکې وې ،هغه داربان  سره ژمنه وکړه چې سبا  به یی  دسلطان سره د کتلو له  پاره محل ته وړی . هغه د اربان څخه دهغه د  اوسیدو د ځاې  ادرس هم واخست . اوپه دې ژمنه یی ترې  رخصت واخست  چې  هغه به  نیغ په نیغه  سلطانی قصر ته ور ځې  او د  اربان د نوي توپ  د جوړښت په اړه به ورسره خبرې کوي . ترڅنګ  به یی سبا د اربان  له پاره دسلطان سره د کتلو وخت  هم وغواړی . د یوې اوږدې  لیدنې وروسته  هغه  داربان څخه  رخصت واخست  او دسلطاني قصر په لور  روان شو.


قاسم  سلطان ته د اربان  په اړه معلومات ورکړ اودهغه د نوي  ایجاد  په اړه یی هم ورته  تفصیلی معلومات  ورکړل . سلطان  ډیر زیات  خوشحاله شو او په  پوره شوق سره یی د اربان  سره د کتلو  وخت  ورکړ . قاسم ترې  د سبا له پاره وخت  غوښته  خو سلطان  دسبا پورې  صبر ونه کړ ، قاسم یی  له ځانه  سره ستون کړ او د هغه څخه یی د اربان  پوره پته او ادرس واخست او خپل  سرکاري  ملازمین یی  دهغه د باعزته راوستلو په خاطر دهغه پسې ور واستول . قاسم داربان په اړه  سلطان ته  هر څه ویلي و. خو دبوسنیایی شهزادګۍ اوعباس  په اړه یی ورته هیڅ  و نه ویل . معلومه نه ده چې قاسم به په دې اړه دکوم مصلحت  څخه کار اخست. قاسم  د سلطان دهدایت په اساس هملته په محل کې پاته شو  او داربان د راتلو انتظار  یی  پیل کړ .


ډیر لږ وخت  وروسته  ستر اهنګر  اربان  په  پوره درنښت سره دسلطان په خدمت  کې  حاضر کړل شو . دا سلطان  خاص  دیوان  ځاې  و . اوپه دې ځآې کې  دسلطان تر څنګ  دغه  ستر اهنګر او قاسم  ناست و . اربان  د دې ناڅاپی  راتلو په  اساس  تر یوه ځایه حیران و  خو  اندیښمن نه و . سلطان ددې اهنګر د  ښه راغلاست  له پاره دخپله ځایه پورته شو ، په  دې کار سره د اهنګر اربان  په سترګو کې  یوځل بیا حیرانتیا را وځلیده . ځکه هغه  به کله کله  د قسطنطنیې  دقیصر په دربار کې حاضریده  خو دمسلمانانو دسلطان په کتلو سره دهغه  د زړه  څرنګوالې  بدل  شوې و . هغه په دې فکر کې شو چې ایا پادشاه د پادشاهانو  پرته  دنورو  عادي خلکو د استقبال  له پاره هم  را ولاړیږي. خو  هغه په دې نه پوهیده چې سلطان مرادخان ثاني  یو درویش صفته  انسان دې ، اربان پخپله هم یو درویش  صفته اوفلسفي انسان و . په همدې خاطر یی دسلطان په خندا کې دخپل ځان  له پاره دخپلولۍ  څپې وکتلې ، سلطان د اربان  سره  دخبرو په وخت کې  وویل :  « مونږ دخپل دروند میلمه  څخه  ناخوالي یو …. ځکه چې د قسطنطیه  ستر اهنګر د نژدې څلورو میاشتو را هیسي دلته په اورنه کې میشت دې   خو زمونږسره یی دکتلو  له پاره  زحمت  نه دې ویستلې .»


خو اربان ورته په  عجیبه توګه  ځواب ورکړ . هغه ورته وویل :


«  مونږ  په سلطاني ذوق   ډیر ښه پوهیږو ……دخانه بدوشو  کوم  پادشاه نه وي چې مونږ یی په خدمت  کې حاضر  شوې وې …  زه د ظلم څخه  کرکه لرم ،  نو زه  د ظلم د له منځه  وړلو په خاطر  د اسلامي فوځ  له پاره  یوه تاریخ   جوړونکې وسله  جوړوم . خو فقیر دهغو انعاماتو او اکراماتو څخه   چې  دسلطان لخوا  دا ډول  فنکارانو ته ورکول کیږي   بې پرواه  دې .»


دسلطان  له پاره  دا ډول  خبرې  چې په هغې  کې یو ډول  معنویت  و  ډیرې په زړه پورې  ښکاره شوې ، که څه  هم هغه د یوه اجنبي او ناپیژندل  شوې  انسان  له اړخه  وې خو سلطان یو درویش  صفته انسان و اودهغه  هیڅ خبره یی  هم بده وا نه خستله . خو په نرۍ  شانته  خندا کې یی وویل :


«  مونږ پوهیږو  چې شاهي انعامات  د داسې ستر اهنګر  دفن  قیمت  نه شي ګرزیداې ،خوبیا هم شاهي انعامات د ظل سبحاني له  اړخه  یوه  عطیه ده  چې باید  په فخر سره  ومنل شي .»


خو دا ځل هم  سلطان  ته د یوه ریښتونې  درویش   ځواب  اوریدل   ور په غاړه  و .


« درونده سلطانه !  انعام خو به مونږ تاته  درکوو . او په حقیقت کې  همدا  زمونږ انعام  باید  تر  څو  چې دنیا اباده وي دظل سبحانې  له اړخه  یوه  عطیه  وګڼله شي .  هغه  هیرې او جواهرات   چې سلطان یی   داسې یوه فنکار ته  بخشش کوې   یواځې څومیاشتې اویا څو کاله دوام کولې شی، خو هغه انعام چې مونږ  یی  عثماني سلطنت  ته ور  بښو  په زرګونو کاله د عثماني سلطنت  له پاره  د ویاړ او  عزت  سبب ګرځي.»


اوس نو دسلطان په سترګو کې داهنګر له پاره د تحسین  او ستاینی احساسات  را پیدا شوي و . دهغه په مخ باندې دسلطاني  قهر و غضب  نښې  بلکل له منځه تللې وې، هغه ورمخته شو او  د اربان په اوږه یی لاس کیښود  او ورته یی وویل:


« واې قسمته !…. مونږ د عثماني سلطنت  له پاره د معزز میلمه  انعام د سر په سترګو  منو. مونږ دا منو چې  مونږ  خپل دربار ته ددومره  ستر  اهنګر د رابللو  غلطي کړې ده ، حق  دا و  چې مونږ ددې ستر  فنکار د فن د ستایلې اوارزښت له پاره دهغه حضور ته ورغلې  واې .  پر مونږ ستاسې خبرې  ډیرې  ښې و لګیدې . ترڅنګ یی مونږ ستا د توپ د جوړولو په اړه هم اوریدلې  دي  ، خو مونږ غواړو  چې تاسې دا نوې وسله د عثماني سلطنت دخزانې  په بسپنه  جوړه  کړئ . مونږ  به همدا نن د یوې سترې کار خانې د جوړولو حکم ورکړو  ترڅو په هغې کې  ستاسې د څارنې  لاندې   هر ډول  فوځې سازو سامان   جوړ کړل شي .


دقاسم له پاره داربان اوسلطان تر منځ  خبرې  په زړه پورې  هم وې او مزه  یی هم ترې  اخسته . هغه د اربان  په جرء ت  باندې  هم حیران  و او دسلطان په فیاضۍ  باندې هم . خو هغه تر اوسه  پورې ددې خبرو څخه  مزه او خوند اخسته چې  شاهي  دروازه چي  راغې  او دده ټول  حواس  یی رابیداره کړل . ځکه چې شاهي دروازه  چې  پادشاه ته د  شاهي ادابو د په ځاې کولو وروسته  وویل :


« درونده سلطانه !  سلیم پاشا  طبیب  د ډیرې مودې د ناروغتیا وروسته غواړې  ستاسې حضور کې باریابه شي .»


دقاسم له پاره د طبیب  پاشا  نوم اوریدل  یو ډول  احساساتي  پیغام و . ځکه دا همغه  شخص و  چې په خپل وخت  یی دهغه د ورندار  دعلاج کولو څخه ډه ډه کړې وه . خو هغه ته دا ډاګیزه نه وه چې  هغه د څه وخته راهیسې  علیل  او ناروغه  شوې دې  او کله یی  روغتیا  پیدا کړې ده .  خو ده هم دڅو ورځو راهیسې دسلیم پاشا  شکل اوقواره نه وه کتلې . خو اوس چې دربان د سلیم پاشا نوم واخست  نو د قاسم  شپږم  حس  را ژوندې  شو ، هغه  د یو ځل بیا شاهي  سراغ  رسان کیدو وروسته  دا  عملي  حکمت  خپل کړې و  چې هغه به  یو وخت ددې  وګړې  څلور  خواوې  معلوموي ، خو نن په ناڅاپې توګه  سلیم  پاشا پخپله دهغه مخې ته راغلې و .


کله چې سلیم پاشا  خاص دیوان  ته را ننوت  نو د  ادب  له مخې یی  سر ټیټ کړې و، دسلطان مخې ته په رسیدو  سره یی  سر اوملا دواړه  ټیټ  کړل . خو کله یی چې سر راپورته کړ نو  سترګې  یی په قاسم بن  هشام باندې و نښتې ، دقاسم په لیدلو یی  زمکه  د پښو  څخه  و تښتیده ، پښې  یی په لړزیدو  شوې  او نژدې و  چې  په فرش  باندې  را پریوځي . سلطان او اربان دهغه دغه  ډول  حرکت  ته په پوره حیرانتیا سره  کتل .


دسلیم پاشا د څیرې  رنګ اوښت را  اوښت .  او په غیر ارادي توګه  یی  خپل  زخمې لاس  چې  په پټۍ یی تړلې و  دخپلې چپنې لاندې  پټاوه . دهمدې  حرکت  له مخې دهغه بدقسمتي پیل شوه . ځکه دقاسم له پاره دهغه لاس  ډیر اهمیت  درلود. قاسم  ډیر زیات  په دې حیران  وو  چې د یوه نه جنګیدونکي طبیب  لاس  څنګه  اوڅه ډول  زخمې شوې دې؟ دهغه  په ذهن کې  دخپلې ورندار  اخري  جملې  ګرزیدلې  چې اغا حسن ته یی ویلي و:  دهغه  ورندار د روح ورکولو په وخت کې  ویلي وو ……. چې هغې د نقاب پوشاونو  سردار زخمې کړې دې …… دا چې  ولې  هغه ته د سلیم پاشا د زخمې لاس د کتلو وروسته دا  جمله را یاده  شوه ،اودهغه دماغ  یی په حرکت راوست او  او دبدن  ویښتان  یی  پورته  ودریدل . هغه ته دخپلې ورندار  د وفات په  وخت کې  اغا حسن  ته کړې  خبرې  په پوره  ډول په یاد وې . ځکه  کله  چې هغې  سلیم پاشا  زخمی لاس  وکوت  نو هغې  غوښتل  په اشارې  سره  سلیم پاشا او اغاحسن ته څه ووایي .  … قاسم ته داسې احساسیدله  چې ورندار  یی په اخري وخت کې  سلیم پاشا   پیژندلې وی اودهغه په لور  یی  په ګوته اشاره کړي وي . اوس  نودقاسم د ملا په هډوکو  کې  یو  قسم  برق  راپیدا شوې و ، دهغه  دماغ  تر ډیر زیات فشار  لاندې و  او جاملې یی سره ورغلې وې . ځکه  چې هغه  یو په بل پسې ډیرې کړۍ  یو دبل سره  یو ځاې کولې . ځکه دهغه په ذهن کې دا  خبره وه  چې سلیم پاشا په اخري وخت کې دهغې  ښځې  د کتلو څخه  انکار کړې و. قاسم  په دې فکر کې شو  چې هغه  به همغه وخت  و چې طبیب  په خپلو زخمونو پټۍ  ایښودلې . هغه په دې ډاډمن شوې و چې سلیم پاشا دهغه دکورنۍ  اصلي  قاتل  دې  خو دسلطان خبرو د هغه دفکرونو  څپې  خپل  ځان ته متوجه کړې وې ، سلطان سلیم پاشا  ته   وویلې :


« درونده  طبیبه !  په مونږ  ، د شاهي ادابو  دغه طر یقه  چې تا وکړه   ، ښه و نه لګیده . مونږ رکوع او سجود  یواځې اویواځې د الله تعالې  حق ګڼو ، خو په هر حال  مونږ ستا د ناروغتیا په اړه  افسوس  کوو ، مونږ وکتل  چې ستا په لاس  باندې پټۍ تړلې ده  ، داسې بریښې  چې ستا د لاس  ګوتې  زخمې شوې دې …..ددښمنانو په برخه  دې وي   پرې شوې  خو به نه وي ؟ اوریدلې مې دې  چې  تاسې هم دبغاوت په ورځو کې  دکومې پیښې سره مخ شوي  واست .»


دبغاوت په ورځو کې  د سلیم پاشا  نوم  اخستل د قاسم له پاره یوه بله کړۍ وه ، ځکه ددې نه دا ډاګیزه کیده چې دسلیم پاشا زخم  دهمغې ورځو  زخم دې  چې دهغه ورندار او پلار په کې شهیدان  شوي و . اوبیا کله چې سلیم پاشا  دسلطان دخبرې ځواب  ووایه   نو دقاسم  شک  په یقین  بدل شو . ځکه د طبیب  ځواب  ډیر  غیر معقول اود عقل نه لرې  معلومیده . سلیم پاشا ورته وویل :


« درونده سلطانه !  ….زه  د شاهي  ادابو څخه  نا واقفه ، په خپل دغه  کړچار باندې  ډیر زیات  شرمساره یم …..دورند  سلطان  زما د زخمې لاس په اړه و پوښتل ….زما  دا لاس  ، دیوې  نسخې د تیارولو په وخت کې  په تیزابوکې  و سوځید او له منځه  ولاړ .  همدا علت  دې چې  زه د څو ورځو راهیسي په  کټ کې  پروت  یم .»


دطبیب خبره په دې خاطر  معقوله  نه بريښیده  چې دهغې  دپټې  څخه  دا ډاګیزیده   چې دهغه د لاس ګوتې   پرې  شوې  دي . اوتر څنګ  یی دا خبره  هم  وه   چې  په تیزابو د  ناڅآپې  لاس ککړیدو څخه  دومره  زیان  لاس ته  نه رسیږي ، طبیب په محل کې ناست   یوه پادشاه ته دا  دوکه او فریب  ورکولې شو خو دقاسم په څیر  ذهین  دماغ ته یی  فریب  نه شو ورکولې . په همدې وخت کې قاسم ته یو  خیال اوفکر  راغې ، په دې خاطر  یی دسلطان په دربار کې په پوره ادب  سره  وړاندیز وکړ :


پرلپسی لری …….