کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / احمدولي کرزى چا وواژه؟

احمدولي کرزى چا وواژه؟

د سردارمحمد په لاس د احمدولي کرزي وژنه رښتيا هم هېښوونکى کار دى، چې سړي ته ډيرې پوښتنې پيدا کوي، سره له دې چې طالبانو يې مسوليت په غاړه واخيست، خو زه يې له ١٠٠ نه يو فيصد هم د طالبانو کار نه ګڼم.


د احمدولي کرزي له مړينې راهيسې د هيواد دننه او بهر ځينې رسنۍ خاص په دې موخه ګورم چې که د احمدولي کرزي د مړينې په هکله کومه نوې خبره پکې ومومم، خو هرڅه تکرار دي. د هغه د  ترور په هکله د ډيرو کسانو پوښتنې او اټکلونه له يوه او بل سره سر نه خوري.



په ٢٠٠٨ کال چې مې په کندهار کې د خبريالۍ دنده درلوده، د احمدولي کرزي او هغه مهال د کندهار  والي  اسدالله خالد له ډيرو کړنو خبريدم، چې ځينې ډير پټ او ناندريز مسايل مې يې په لومړي ځل رسنيو ته راوايستل. دلته د احمدولي کرزي په پخوانيو کړنو څه نه وايم، ځکه نور يې د ژوند پاڼه واوښته او د خير و شر حساب به ورسره شوى وي.


د احمدولي کرزي د مړينې په هکله ډير اټکلونه شوي، چې زه يې دلته په لنډون کې رانغاړم او په پاى کې خپل نظر څرګندوم:



طالبان:


سردارمحمد له طالبانو سره د اړيکو هيڅ شاليد نه درلودى، د کرزيانو له کورنۍ دا راوتلې آوازه چې هغه درې مياشتې وړاندې کويټې ته تللى وو او ښايي له طالبانو سره يې اړيکي ټينګ کړي وي، ماته د منلو وړ نه ده، ځکه په يوه ليد د يوه متنفذ مشر په ضد د هغه تر ټولو د معتمد ملګري راپاڅول يو خارق العاده حرکت دى، چې نه طالبان او نه هم آى ايس آى د دا ډول يوې معجزې وړتيا لري.


بله دا چې سردارمحمد د طالبانو دښمن وو، امريکايانو خپله وويل چې هغه د طالبانو په وړاندې ډيره مرسته ورسره کوله، راپورونه يې ورکول او د طالبانو په نيولو کې ارزښتمن مالومات راټولول. 



کورنۍ شخړه:


بېنوايانو په يوه ليکنه کې ويلي وو، چې محمود کرزي او احمدولي کرزي د اوز سوه ميليونه ډالره په سر شخړه کړې وه، چې ښايي محمود کرزي وژلى وي.


دغه اټکل هم له حقيقت نه ليري ښکاري، حامدخان، قيوم جان، محمودجان، شاولي او نور واړه و زاړه کرزيان ټول د احمدولي کرزي په زور غورځيدل، فکر نه کوم چې هغوى دي دومره ساده ګان وي چې خپل لاس او پښې په خپله غوڅ کړي.


د احمدولي کرزي قومي نفوذ او اړيکي نه شاولي کرزى ساتلى شي او نه هم دا نور کرزيان په ځانونو کې دا وړتيا لري. که لږ فکر وکړو کرزيانو په کورنۍ کې هرڅه د هغوى د وړتياوو له مخې سره وېشلي وو، حامد کرزى سياست، قيوم کرزى امريکايي استخبارات، محمود کرزى اقتصادي مافيا او د احمدولي کرزي مافيا خو ټولې نړۍ ته مالومه وه. دا به وروسته معلومه شي چې کرزيان څنګه د احمدولي کرزي تر مړينې وروسته يو په بل پسې له او آخ و توخ نه لويږي.



شخصي شخړه:


د پښتنو احساساتي خاصيت ته په پام سره دا احتمال شته چې د احمدولي خان او سردارمحمد ترمنځ داسې يوه شخړه رامنځته شوي وې، چې سردارمحمد يې بېله فکر کولو نه د احمدولي کرزي وژنې ته هڅولى وي. خو دا به کومه موضوع وي چې مامور يې د آمر مړينې ته وپاراوه؟ د داسي اشخاصو ترمنځ ډير وخت د پيسو او کاروبار پر سر شخړي رامنځته کېږي، خو دا چې سردارمحمد د احمدولي کرزي د کاروبار شريک نه وو، نو بيا هم د داسې يوې پېښې احتمال کمزورى دى. که احمدولي او سردارمحمد له يوه او بل سره شريکان واى دغسي يوې شخړې ډير امکان درلودى، خو دا چې دوى د بادار او غلام په څېر اړيکي سره درلودل، فکر نه کوم چې سردارمحمد دي يې داسي حرکت ته هڅولى وي، چې هم خپل سر پکې وخوري هم د بادار.



امريکايان:


تېرکال امريکايي جنرالانو وويل چې احمدولي کرزى په کندهار کې د امريکا د ګټو خنډ دى، هغه نه غواړي چې طالبان د کندهار ښار له لمنو وشړل شي، هغه د فساد جرړه ده، هغه د نشيي توکو کاروباري دى او په هغه باندې له طالبانو سره د اړيکو تور دى، يوه جنرال خو دا هم ويلي وو چې که په احمدولي کرزي د دغو شکونو لاسوند په لاس ورشي، هغه به ونيسي، بندي به يې کړي، حتى وبه يې وژني.


د امريکايي جنرالانو تر دې ګواښ وروسته حامد کرزى ژر کندهار ته ولاړى، هلته يې امريکا ته اخطار ورکړ چې دى به له طالبانو سره يو ځاى شي.


تر دې وروسته په لويديځو رسنيو کې د احمدولي کرزي په ضد پروپاګند يو مخ بند شو، چې زه يې د خپل اټکل له مخي د هغه وژنې ته د امريکايانو د منظم پلان پيل ګڼم.


د جنرالانو تر ګواښ وروسته احمدولي کرزى هم لاس تر زنې نه وو ناست، هغه د کندهار له قومي مشرانو سره تر بل هر وخت خپل اړيکي نژدې کړل، ځينې په ژبه پوه کسان يې د ځان پر خوا ور مات کړل، د پوپلزيو په قبيله کې د دوى تر ټولو غټ سيال نيازمحمدخان (اميرلالى) يې په هره غونډه کې ترڅنګ کښېناوه، له ګل آغا شيرزي سره يې سيالي په دوستي بدله کړه، د خالد پښتون خوله يې د دوى په ضد له پروپاګند نه بنده کړه، بسم الله افغانمل چې د کندهار په فرهنګي کړيو کې يې نفوذ درلودى، او وړاندې به يې د هر جنايت تور په احمدولي کرزي پوري کاوه، داسې د ځان تابع کړ چې که يې د مرګ په ورځ له ((بي بي سي)) سره چا مرکه اوريدلې وي، نو خامخا دا پوښتنه ورته پيدا کيږي چې يا خو ښاغلي افغانمل وړاندې ښه پرېمانه دروغ ويلي وو، يا هم اوس د کرزيانو بوټ پاليش ته اړم دى. د افغانمل په څير ډير نور ځوانان هم شته چې احمدولي کرزي په يوه او بل ډول د ځان مله کړل او ځان يې له پروپاګند او داخلي مخالفينو نه بيغمه کړ.



د احمدولي کرزي ترور د وروستيو څو کلونو تر ټولو خونړى پلان بولم، چې دغسي ترور د ساده طالبانو تر توان ډير اوچت دي.


خپل نظر مي دا دى چې ښايي احمدولي کرزى او سردارمحمد د ((سي، آى، اې)) له خوا د کوم دريم کس په ذريعه له منځه وړل شوي وي، چې تر اوسه هيچا دغه اټکل نه دى کړى، زه وايم سردارمحمدبېچاره به يې هسې له خپل بادار سره په خيانت تورن کړى وي. والله اعلم