د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ په دې ولايت کي وسله والو يو تن چي عبدالرحمن نومېږي او د پي آر ټي د قوماندان پخوانى مرستيال وژلى . د خبرپاڼي په حواله چي ياد کس هغه ووژل سو چي کله د کور څخه راووتى .
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي خو د دې ډول بريدونو مسئوليت تل وسله وال طالبان پر غاړه اخلي .