کور / تازه خبرونه / کندهار : د لومړۍ امنيتي حوزې آمر ووژل سو

کندهار : د لومړۍ امنيتي حوزې آمر ووژل سو

د کندهار ښارد لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو کي د وسله والو او پوليسو ترمنځ په وسلواله نښته کي درې تنه پوليس او دوه تنه وسله وال وژل سوي او د ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه نور زخميان دي.

ياده جګړه نن سهار وختي د کندهار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د غرګي په سيمه کي هغه مهال پيل سوه کله چي ملي پوليس په همدې سيمه د وسله والو پر ضد عمليات کول.
په دې نښته کي د لومړۍ امنيتي حوزې د امر په ګډون درې تنه پوليس مړه سوي او د مخالفينو د يوه سر ګروپ په گډون دوه تنه وسله وال وژل سوي او شپږ نور کسان ژوبل سوي چي درې يې ملکي وګړي دي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .