د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کي د ملي اردو له لوري يو لړ چاڼيز عمليات ترسره سول چي په پايله کي يې دوه وسله وال ووژل سول .
د ياد ولايت د امنيت آمر محمد غوث مليار پېښه تائيدوي او وايي چي په عملياتو کي د دواړو لورو تر منځ نښته رامنځ ته سوه چي په پايله کي يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته سوه .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .