د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي تېره ورځ په حاجي عرب سيمه کي د يوه ماين د چاودني په پايله کي دوه تنه کوچنيان ژوبل سوي . د چارواکو په وينا چي چاودنه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله په ياده سيمه کي د پوليسو يو رېنجر موټر د تېرېدو په حال کي و .
د کندهار د امنيت آمر تېمورشاه يوسفزى د پېښي پخلى کوي او وايي چي ياده چاودنه د يوه لاس ګاډۍ په وسيله رامنځ ته سوې ده .
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .