د کندهار چارواکي وايي د بولدک ولسوالي د شنه نري په سيمه کي د اوبو بند جوړول په پام کي لري چي له امله به يې د پنځو ولسواليو اوسېدونکو ته ګټه رسېږي.
د کندهار له ولايت مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي دغه بند به د کدني پر رود باندي جوړ سي او په هکله يې د کندهار والي توريالي ويسا نن له کابله د راغلي پلاوي سره وکتل.
خبرپاڼه وايي د دې بند په جوړېدو به پر بولدک سربېره، معروف، ارغسان، ريګستان او ښوراوک ولسوالۍ بزګران خپلي مځکي خړوبي کړي.