کور / تازه خبرونه / افغان اقتصاد پوه شريف بهاند په جرمني کي په حق ورسېدئ

افغان اقتصاد پوه شريف بهاند په جرمني کي په حق ورسېدئ

افغان اقتصاد پوه شريف بهاند نن په جرمني کي د ورپېښي ناروغۍ له امله په حق ورسېدئ.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد شريف بهاند له شاوخوا دوو لسيزو راهيسي له هيواد څخه بهر د مهاجرت ژوند تېراوه چي د کورنۍ په وينا يې نن سهار يې د جرمني په يوه روغتون کي ساه ورکړه.
نوموړي په اقتصاد کي زدکړي کړي وې، په افغانستان کي د رسمي ماموريتونو ترڅنګ يې د اقتصاد په برخه کي ګڼ شمېر ليکني او څېړني کولې.
د ارواښاد بهاند ژوند ليک به وروسته پر ليکه سي.

د لراوبر ويبپاڼي اداره د خپلو ټولو همکارانو په استازيتوب د ارواښاد شريف بهاند پر مړينه خواشيني څرګندوي، له کورنۍ او وروڼو هر يوه ډاکټر لطيف بهاند، آصف بهاند او احمدشاه بهاند سره ځانونه په دې غم کي شريک بولي، ارواښاد ته دي لوى خداى (ج) جنتونه ورنصيب کړي او کورنۍ دي يې له نورو غمونو په امان وي.