کور / سياسي / په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې

په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې

افغانستان له ډیرې مودې راهیسې د بهرنیو او په ځانګړي ډول د ګاونډیوهېوادونو له لاسوهنو سره مخ ده. په ۱۹ مه پیړۍ کې د لویې لوبې له پیل کیدو سره سم سیالي یا لوبه د روسیې او انګلستان تر منځ روانه وه او دواړه په دې هڅه کې وو چې په یو نه یو شکل افغانستان د خپل نفوذ برخه وګرځوي ولې ددغوسیالیو اصلي قربانیان افغانان وو.


له هغې نه راوروسته بیا د سړې جګړې پرمهال کله چې جګړه یا سیالي د لویدیځ او روسیې ترمنځ روانه وه، دغه سیمه یو ځل بیا د جهاد او اشغال تر شعارونو لاندي د اور په ډګر بدله شوه چې پایله یې د افغانانو د وینو په تویولو سره د کمونیزم ماتې او د لویدیځ بریا شوه.


همدارنګه په اوسنیو وختونو کې بیا پاکستان او هند خپله جګړه د دې پر ځاۍ چې کشمیر کې یې پر مخ بوځي دې سیمې ته رالیږدولې او افغانستان یې د خپلو منفي سیالیواو استخباراتي جګړو ډګر ګرځولی. دوی په دې هڅه او سیالي کې دي څوڅرنګه افغانستان د خپل نفوذ برخه وګرځوي همدارنګه ایران هم د خپل کلتوري یرغل او تخریبي سیاست برخه دمنځني ختیځ نه علاوه افغانستان ګرځولی او په دې هېواد کې د نفاق، بې ثباتی او جګړې د اور لمبو ته لمن وهي..


بنسټیزه پوښتنه دلته دا راپورته کیږي چې ولې افغانستان د دوی دلاسوهنو څخه ځان نه شي ژغورلای .


پاکستان غواړي دافغانستان په مسایلو کې د لاسوهنې او مداخلې په واسطه خپلې نا مشروع ګټې خوندي کړي . ددې ترڅنګ پاکستان غواړي چې په افغانستان کې بې امني او بي ثباتي وي تر څو وکولای شي د جګړي ډګر په تاوده ساتلو سره د ډیورنډ کرښې ( لاین) مسله هماغسې سړه پاتې شي.


له بل لوري نه پاکستانیان په افغانستان کې د هند مخ پر ودې نفوذ او اغیز د خپل هېواداوملي ګټو پر وړاندې خنډ ګڼي یا په دې پلمه په افغانستان کې تخریبي فعالیتونه کوي .پاکستان نه غواړي په ختیځ او لویدیځ دواړو کې د مخالفو یا دښمنو هېوادونو تر منځ ګیر شي.


دافغانستان اوپاکستان تیر تریخ تاریخ ته په کتوسره په افغانستان کې دسټراتیژیک عمق او لاسپوسی دولت یا لږ تر لږه د دوی له ګټو سره سم دملګرۍ دولت درلودل دپاکستان اساسي موخه ګڼل کیږي .همدارنګه په اقتصادي برخه کې هم پاکستان غواړي افغانستان کمزوری وساتي تر څوافغانستان د خپلو صادراتو لپاره د کنزیومر مارکیټ یا مصرف کونکي بازار په توګه د وکاروي.


له بلې خوا ایران افغانستان دخپل کلتوري یرغل لاندې راوستی .ددې ترڅنګ په افغانستان کې میشت دناټو او لویدځې نړۍ سرتیري په دې اند دي چې ایران له طالبانو سره مرسته کوي، هغوی ته وسلې ورکوي او څو څو ځله د میډیا یا رسنیو له لارې څخه دا وښودل شوه چې ایران طالبانوته د وسلو په ورکولوسره دهغوی مرسته کوي.


 ایران غواړي تر څو خپل کلتور ته په افغانستان کې وده ورکړي . دمنفي لارواوسیالیو په وسیله په افغانستان کې دخپلوګټو خوندیتوب دایرانیانوله موخوڅخه ګڼل کیږي .


دبیلګې په توګه ایران غواړي لویدیځ په تیره بیا امریکا ته چې دوی یې تر ټولو لوۍ دښمن ګڼي په افغانستان کې خنډونه او ستونزې جوړ ې کړي تر څو لویدیځ ونه شي کولای په افغانستان او سیمه کې خپلې پښې ټینګې کړي .


که په افغانستان اوسیمه کې ډیموکراسي، د بشر حقوق او یا داسې نور نورمونه پلي شي نو طبعاً په ایران به اغیزه ولري . له دې امله هم ایران نه غواړي څو لویدیځ یا هغه نورمونه چې د لویدیځوالو له خوا یې ملاتړ کیږي ، په دې سیمه کې بریالي شي.


 همدارنګه که په افغانستان کې بې امني وي نو د ایران لپاره افغانستان د صادراتو یا کنزیومرښه مارکیټ کیدای شي .


 له بلي خوا که چیرې په افغانستان کې امن او ثبات راشي نوبیا کیدای شي د تیلو یا ګازو نل لیکې دافغانستان له لاري وغزول شي چې ایران په هېڅ صورت سره دا نه غواړي.


 او تر ټولو خطرناک یې لا دا چې د جګړې د ډګر په تود ساتلو سره ایران غواړي لویدیځ او په تیره بیا امریکا مصروفه وساتي یا د دوی پاملرنه د خپل اټومي پروګرام او پلان څخه لرې وساتي . لکه څرنګه چې په افغانستان باندې د شوروي د یرغل پرمهال پاکستان له دې ډول سیاست اوټیکټیک نه په ګټې اخیستلوسره اټومې وسلې جوړې کړې دوی هم په دې نظر دي تر څو دخپلو اټومي وسلودجوړولوپروګرام پر مخ بوځي.


ستونزه تر ډېره بریده په خپله په افغانستان پورې اړه لري ، له بده مرغه د افغانستان رهبري یا مشرتابه په دې ونه توانیدل چې د سیاسي ځواک یا پاور پولیټیکس حقیقت درک کړي. د دې سره سره چې دا هېواد بې طرفه پاتې و باید په افغانستان کې بنسټیز کارونه شوي وای، اردویې روزل شوې وای او د فابریکو او کارخانو په جوړولو سره یې د هېواد اقتصاد پیاوړی کړی وای په دې توګه به له شته ستونزو څخه دافغانستان دخلکود خلاصون لپاره لاره هواره شوې وه . مګر په دې ټولو برخو کې دوی پاتې راغلل نو د هېواد کمزوري او ضعف د دې باعث شوڅو نن ورځ افغانستان د اور په لمبو کې سوځي.



دتاریخ په اوږدوکې تل دافغانستان کورنیواختلافاتو،کمزوریو او د ځواک نشتوالي د باندنیو هېوادونو څارګرو کړیو ته په بیلا بیلو سیاسي لوبو کې دا موکه په لاس ورکړې څو افغانستان دخپلوموخو قرباني او تر خپلې ولکې لاندې یې راولي.


په ملي کچه د افغانستان په رهبري کې د عزم، ژمنتیا او پیاوړي هوډد نشتوالي له امله افغانستان دډیرو ستونزو او ترهګرۍپه ډګرباندې بدل شو.


په داسې حال کې چې افغانستان لا تر اوسه پورې په یوه کړکیچن، بحراني او د جګړې په حالت کې دی. په لسګونو بیلا بیلې استخباراتې کړۍ په دې هېواد کې د خپلو شومو اهدافو د تر لاسه کولو په هڅه کې دي او په افغانستان کې تخریبي فعالیتونه ترسره کوي. سربیره پر دې ځینې کورنی ملي ضد کړۍ چې په دې هېواد کې شتون لري، د ۲۰۰۱ کال راهيسې د اقتصادي پیاوړتیا تر څنګ یې له بهرنیو هېوادونو، استخباراتي اژانسونو او داسې کړیو سره لاس یو کړی چې هیڅ کله هم هغه د افغانستان په ګټه نه و او نه دي بلکې یو تخریبي سیاست پرمخ بیايي او په دې هېواد کې د تخریب،نفاق او د اور لمبو ته نوره هم لمن وهي.


په افغانستان کې د بیلا بیلو هېوادونو د استخباراتي ایجنسیو سره تړلي داسي کسان شته چې هغه د اقتصادي ځواک تر څنګ سیاسي ځواک لري او د هغو هېوادونو له خوا تمویلیږي ددې داډول کسان دیادوهیوادونوسیاسي ملاتړهم له ځانه سره لري .


د دوی تر منځ یو داسې سمبولیک تړاو رامنځ ته شوی دی چې نه شي کولای یو له بل نه بیل شي او تر څنګ یې دوی د ځینو رسنیو له خوا چې د استخباراتي کړیو په مرسته او اشارو فعالیتونه کوي، افغان ولس ته د اتلانو په توګه معرفي کیږي.


افغانان باید خپل ځانونه پیاوړي،خپل امنیت ټینګ او دخپل هېواد د ملي ګټو پر بنسټ خپل ځان په خپله په پښوودروي .


دوی باید د سیاسي ځواک تریخ حقیقت ته پاملرنه وکړي او دا حقیقت و پیژني چې یوازې په خپل زیار او مرستې سره په خپل هېواد کې سوله او امنیت راوستی شي، ځکه چې د بهرنیانوله لوري د سولې راتګ د هغوی په موخو پورې تړلی وي، کله چې هغوی خپلې موخې تر لاسه کړي بیا دا ورته د اندیښنې وړ خبره نه وي، چې افغانان په څه ډول یو حالت کې دي.


ښه بیلګه یې د کمونیزم له ماتې سره سم د افغانستان ګوښه اویوازې پریښودل و، هغه وخت کې چې افغان مشران د واک یا قدرت پر سر په خپل منځیو شخړو کې بوخت ووله اقتصادي، سیاسي ځواک څخه آن تر نظامي برخو پوري ګډوډي وه او افغانان د اور په لمبو کې سوزیدل هغه مهال دا د بشري حقونو او دنیا ته د نظم راوستلو دعوی کوونکي چیرې و؟.


په اوسنیو شرایطو کې مونږ څرنګه کولای شوڅو خپل ځان د ګاونډیو یا نورو هېوادونو دلاسوهنواو یرغل څخه وژغورو؟


مونږ باید د دې پر ځای چې د احساساتو، اخلاقو او یا دودیزو افکارو او رواجونو پر بنسټ فکر یا پریکړې وکړو ،راځی د واقعیتونو او د عقل پر بنسټ پریکړو ته مخه کړو او باید عاقلانه اوپرواقعیتونوولاړې پریکړې وکړو.


له دښمن سره ترټولوسخته اوښه دښمني دځان پیاوړي کول دي .


په دې اړه هندوستان تر ټولو ښه بیلګه ده. د ممبي تر پېښو وروسته نړیوالو فکر کاوه چې نن وي که سبا هندوستان به په پاکستان برید وکړي او د ممبي د پیښو غچ به ورڅخه واخلي. سره له دې چې هند له هر پلوه که هغه ټیکنالوژي وه،که پر مختللې وسلې وې او یا مجهز پوځ پوره وه، خو داسې ونه شول. د دې پر ځای چې یرغل وکړي د ځان لا نور پیاوړي کولو ته یې ملا وتړله. او نړۍ ته یې وښوده چې هند یو با مسولیته، ډیموکرات هیواد او د نړۍ د اقتصاد مهمه برخه ده.


د ځان پیاوړي کولو میتود تر ټولو مشروع دښمني ده او هیڅ څوک پرې د نیوکې حق نه لري. افغانان هم باید د داسي مشروع لارو څخه د یوه ويښ، ژمن، یولاسي ملت او مشرتابه په مټه خپل ځان متکي او د نورو د سوال څخه ځان وساتي.


د دې پر ځای چې تش په شعارونو، احساساتو ځان وغولو باید وګورو چې مونږ څومره وړتیا لرو، د کمزوری ټکي مو کوم دي او د شکایتونو، ګیلو او سر ټکولو پر ځای باید د ځان پیاوړي کول د حل لاره وګڼو.


د یوې فعالې او مثبتې ډیپلوماسۍ له لارې او په هر میدان کې د خلکو په بیداری او ویښتیا سره باید نړیواله ټولنه حقایقو ته متوجه کړو، په سیمه کې د دوی له شتون څخه ګټه واخلو اوله بحران نه دځان خلاصولوپه موخه عملي لارې چارې و پلټو.


په نړیوال سیاست کې هیڅ تل پاتي دښمنان یادوستان نشته، دوستان او دښمنان د یوه هېواد د ملي ګټو پر بنسټ جوړیږي او ماتیږي.نن کیدای شي دیو ګاونډي هېواد ملي ګټې زموږدهېوادله ملي ګټو سره سمون ولري او اړیکې ښې روانې وي ،خو کیدای شي دا اړیکې سبا د ملي ګټو سره د ټکر په صورت کې یوګاونډی هېوادزموږپه دښمن بدل کړي.


څه باید وشي؟


په سیمه کې دځواک انډول ساتل یوه حل لاره ده چې کیدای شي د سیمې په ارامولو کې رول ولوبوي.


دا هغه سیاست وچې د اروپا په امنیت او سولې کې یې مهم رول ولوباوه. باید د داسې انډول رامنځ ته کیدو لپاره کار وشي. دافغانستان امنیتي ځواکونوته باید د سیمې د اړتیاوو سره سم وسلې ، روزنه او تجهېزات ورکړل شي تر څو د ځواک د انډول د رامنځ ته کېدو سره سیمه د کراری او امنیت لور ته روانه شي.


که دا کار شونی نه وي،نوبیا باید نړیواله ټولنه چې په افغانستان کې په فزیکې ډول شتون لري،افغانستان ته دسولې اوامنیت تضمین ورکړي .


لکه د اروپا ځینې هېوادونه چې اردو او پوځ نه لري مګر د هغوۍ ساتنه د تړونونو له مخې تضمین شوې. باید افغانستان ته هم د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې څخه دخلاصون په موخه داسې یو تضمین ورکړل شي. څو ا فغان ولس په امن او سولې کې ژوند وکړي.


مګرله دې سره سره په هیواد کې دننه دا دافغانانو دنده،مسولیت او فرض دی څو د خپل هېواد، ولس او ملي ګټو د ساتنې لپاره په خپله زیار وباسي او په خپل کمک او مرستې سره دا هېواد د ناخوالو او بهرنیو هېوادونو د لاسوهنو څخه وژغوري.


افغانان باید دا درک او احساس کړي چې نړیوال سیاستونه د خپلو خپلو ګټو پر اساس جوړیږي او پر مخ بیول کیږي . چیرې چې د ګټو یو والۍ او یاد مشترکو ګټو موضوع مطرح وي هلته دهمکاري او دوستي فضا رامنځ ته کیږي او چیرته چې د ګټو تر منځ توپېر پیدا کیږي بیا د سیالی او دښمنی پر بنسټ سیاستونه پر مخ بیول کیږي.


ژوندۍ بیلګه یې په افغانستان کې د زیاتو ګوندونو/حزبونو او اشخاصو لکه د القاعدې، جهادي ډلو او د حکمتیار په څیر شخصیتونو او د لویدیځو هېوادونو په ځانګړي ډول د امریکاترمنځ دوستي او ملګرتیا وه ځکه چې د دوی تر منځ د ګټو یو والي شتون درلوده چې هغه د شوروي یا کمونیزم ماتې وه. مګر نن ورځ دا ډلې ټپلې د لویدیځ تر ټولو سخت دښمنان دي د دواړو خوواو تر منځ دښمني شتون لري ځکه چې دلته د ګټو مشترکات وجود نه لري.


په دې سربیره نن نړۍ په دې اند ده چې پاکستان تروسله والو ته روزنه، تجهېزات او پناه ورکوي مګر په هغه سربېره د پاکستان پر خلاف جدي ګامونه نه اخلي.


له لومړی ورځې څخه له افغانانو سره یوه اساسي او ډیره مهمه پوښتنه همدا وه چې په سیمه کې د نړیوالې ټولنې او په تېره بیا د امریکا ښکاره دریځ څه دی. امریکا او نړیواله ټولنه په دې سربیره چې ښه پوهیږي په سیمه کې نا امني له کومه ځایه پیدا کیږي او ریښې یې په کوم ځای کې دي ولي پرضد یې کوټلي ګامونه نه اخلي. د پاکستان پوځ او استخبارات نه مجبوروي څود وسله والو له روزلو، تجهیز او ورځ په ورځ لا زیاتولو څخه لاس واخلي. امریکا ولې د پاکستان پر وړاندې غوڅ او قاطع عمل نه کوي او په دې اړه ولې خپل دریځ نه روښانوي. دلته هم د ګټو موضوع مطرح ده لویدیځ او په تېره بیا امریکا په پاکستان کې خپلې ګټې لري او نه غواړي د پاکستان سره په دښمنی یا مخالف کیدو سره خپلو ګټو ته په هغه هېواد کې خنډونه راپورته کړي. 


د لیکوال بریښنالیک: ahmadshah33@yahoo.com