بالاخره دټاکنو مستقل کمېسيون له ځانګړې محکمې سره دشمېرنې پرتلې ته چمتو شو
دتېر١٣٩٨هـ لمريزکال دوږ ي له مياشتې کله چې په هېوادکې پارلماني ټاکنې ترسره شوې ،دپايلوله په ډاګه کېدوسره سم يې په هېوادکې يوډول بدلون او اوښتون راغى،چې دهېواد سياسي،اقتصادي اوټولنيزه فضايې له ځانه سره بدله کړه.
هغه داچې دټاکنو له ترسره کېدو سره سم په دې پروسه کې دتقلب او درغليوپه نوم يوې معماسر راپورته کړ،خو عجيبه او جالبه پکې داوه چې تقلب کوونکيو هم ويل چې درغلي شوې او زيانمن او هغه څوک چې په دې لوبه کې يې ځان زيانمن باله هم ورته فريادونه کول.
دغه شور اوفغان دومره زور واسخت چې دپارلمان په افتتاح کې يې څو مياشتې ځنډ راوست،معترضواوپاتې نوماندانو لاريونونه وکړل،دولت يې هر ډول وګواښه،چاويل که زموږ حق رانکړ شي نو وسلوال پاڅون به وکړي،چابه ويل چې که حق يې ورته ونه رسېږي،نوله افغان دولت سره به خپلې لارې بېلې او له مخالفينوسره به يوځاى شي،په همدې شکل چايوڅه ويل اوچابل څه.
له بلې خوا د ټاکنو دمستقل کمېسيوله لوري برياليو اعلان شويو وکيلانو وطن تور تنور کړى وه،اودشورا دپرانيستې غوښتنه يې کوله،تر دې چې څو ځله يې په خپل سرد پارلمان د پرانستلو ګواش وکړ،چې دې ګيراوګواښونو له ولسمشرڅخه هم لاره ورکړه کړه اودپرېکړې چل ورڅخه غلط شوحيران ووڅه وکړي.
په پايله کې ولسمشر کرزي په داسې حال کې ،چې معترضو نوماندانو دارګ دردروازه نيولې وه،اونه يې پرېښوده چې پارلمان افتتاح کړي،له هغوى سره داسې ژمنه وکړه چې حتماً به ددوى دحقوقوپوښتنه کوي،اوحق به حقدار ته سپاري،نو وروسته له هغې ولسمشر ولاړ اودپارلمان پرانيسته يې وکړه،خوکله چې پارلمان په کار پيل وکړبياتر يوې مياشتې پورې درئيس په ټاکلونه سره بريالي کېدل،چې وروسته له اته نهه ځله ټاکنو وروسته يې رئيس هغه هم دنورو هېوادونوله شرمه وټاکه ،په خپل هېوادکې خو هسې هم ټولوته معلوم دي،خوکله چې داميدان هم بدل شو نو د معترضو نوماندان نارې او سورې بيا تر اسمانه ورسېدې،همداوه چې ولسمشر په دې مجبورشو چې ددې لپاره يو ه ځانګړې محکمه وټاکي،او داقضيه له سره بررسي کړي اوخويې ويل چې زه خو دپارلمان له افتتاح سره هرڅه پاى ته ورسېدل،اوپه انديې چې ناکامان وکيلان به په خپلوځايونوقلار کېني،خو غلط سوچ يې کړى وو ، ځانګړې محکمې له جوړېدوسره سم په کار پيل وکړ،اود رايوله سره شمېرل يې پيل کړل،اوپه پايله کې يې له اوسني پارلمان څخه ٦٢تنه برحال وکيلان په تقلب او درغليوکې ککړوبلل،نوله پارلمان څخه يې لويې څارنوالۍ دوتلو غوښتنه وکړه،چې دځانګړې محکمې لخواددې وکيلانوپرځاى نوي ٦٢معترض کانديدان بريالي اعلان کړل،او مستحق يې وبلل.
کله چې محکمې خپله پرېکړه اعلان کړه،نو اوس دهغو وکيلانو چيغې پورته کېږي چې دخاصې محکمې لخواتورن اعلان شوي دي،او ګواښونه کوي چې دوى به هېڅکله هم د محکمې پرېکړه ونه مني او وايي چې که هرڅوک دولسي جرګې په اړه کوه پرېکړه وکړي نو له ملي مقاومت سره به مخامخ شي .
بل خوا داسې اوازې خپرېږي چې ولسمشرکرزى هڅه کوي دځانګړې محکمې پرېکړه لغوه اعلان کړي اوپارلمان په خپل حال پاتې شي.
خو دځآنګړې محکمې لخوادبرياليونومول شويووکيلانو له لوري ورته ګواښ شوى دى چې ولسمشردې هڅه نه کوي چې دمحکمې دپرېکړې دلغوه کولو کوښښ وکړي ،اويوځل بيا ددوى حق تر پښولاندې کړي،کنه دوى به ددولت پرځاى ولس ته مراجعه وکړي، په هر حال چې وي داځل به خپل حق ترلاسه کړي.
اخوا دټاکنومستقل کمېسيون چې په سرکې يې دځانګړې محکمې له جوړېدوسره اختلاف لاره او ويل يې چې هېڅ څوک نشي کولاى چې دټاکنودمستقل کمېسيون دپرېکړې خلاف عمل وکړي، او يې دا منلې او چمتو دى چې يوځل بيابه خپلې شمېرنې دځانګړې محکمې له شمېرنې سره پرتله کړي،ترڅو معلومه شي چې څوک پرحقه دى اوڅوک په ناحقه چې داددې څرګندوى هم دى چې داکمېسيون اوس هم په ځآن باور نلري او شک لري چې کېداى شي په شمېرنوکې ترې اشتباه شوې وي.
Rroshan000@gmail.com