کور / علمي / د والدينو پر عصابو د ماشومانو اغېز او اروايي فشار

د والدينو پر عصابو د ماشومانو اغېز او اروايي فشار

ســرچـــیـنه : فولکسکرنت – ۲۰۱۱ز، د جولای ۹مه، هالنډۍ ورځپاڼه
سرلیک : Een baby tussen je oren
لــــــــیــــــــــــک : مالو فن هینتوم
ژبـــــــــــاړه : مختار احمد احسان
د ژباړلو نېټه : ۲۰۱۱ز کال ، د جولای لسمه، یکشنبه


په امریکا کي د (Scientific American Mind) نومي دوې میاشتنۍ علمي مجلې د روان کال د جولای/اګسټ د ګڼي پښتۍ طرحه د یوه ماشوم په سترګو کي د هغه مور او پلار انځوروي او دوې مقالې یې د والدینو پر عصابو دماشومانو د اغېز په اړه معلومات راکوي .


د امېندوارۍ په جریان کي او وروسته د مېندو ماغزه او د پلرونو خړي حُجرې تغیر کوي . دا اصلاً ډېره عجبه خبره نه ده، ځکه هره تجربه پر ماغزو اغېز کوي . دا چي یوې مور ماشوم زېږولئ دئ، نو به یې ممکن خطر ته چمتو وي او پلرونه به د ماشومانو د ضرورت وړ شیانو ته ډېر حساس وي . دا مسئله په ځانګړې توګه د “اکسي توسین” او “پرولاکتین” نومي جسمي موادو او عصبي حُجرو په اړه ده، چي یو دبل سره نوي اړیکي رامنځته کوي .


د موږکانو د څېړنو له مخي د یوه بدلون د رامنځته کولو په موخه باید پلار په غار کي حاضر واوسي، خو دا هم باید وویل سي، چي که کوچنی موږک او پلار دستي جلا کړل سي، نو د پلار په ماغزو کي یې تغیر نـــــــــــــــه راځي .
د موږکانو هغه پلرونه درې اونۍ د جبري بېلتون وروسته خپل کوچني موږکان پېژندلائ سي، چي فزیکي اړیکي یې ورسره درلودلي وي; د ذکر سوي پېژندني وروسته ویلائ سو، چي پلار او ماشوم یو دبله ټولنیز یاداښتونه لري .
برعکس، که د کوچني موږکانو سره پلار حاضر نه وي، نو دا موږکان د”اوربیتوفرونتال کورتېکس” او”سوماتوسېنسوري کورتېکس” نومي دوو عصبي ځایونو کي کمي اړیکي پر مخ بېولائ سي . “اوربیتوفرونتال کورتېکس” په عصبي سیسټم کي د پریکړو او احساساتو پر ډګر مهم رول لوبوي او “سوماتوسېنسوري کورتېکس” د پاروونکي درد د تجزیې او تحلیل کولو وظیفه لري .
په ذکر سوو عصبي ځایونو کي داړیکو د کم پرمختګ له کبله کېدائ سي د یوازینیو مېندو ماشومان د عمر په ورپسې کلونو کي د ستونزمن چلند سره مخ سي .
خو د موږکانو د څېړني څخه د انسانانو لپاره قضاوت کول تر اوسه طبعاًمغلق کار دئ .


د علمي مجلې بله په زړه پوري برخه د اروايي فشار له امله د “پارکینسون”(۱) او “آلزایمر”(۲) نومي ناروغیو پر  ډېرښت بحث کوي . لیکوال استدلال کوي، چي ددې ناروغۍ مسئله یوازي د ژن هغې نه ده، بلکي ماحول هم مهم رول پکښي لري . د ماحول د رول له برکته د ناروغۍ د له منځه وړلو نتیجې ته خوشبیني پر ځای بللائ سو، ځکه شاوخوا پر انسان اغېز کوي; سپورټ کول، فکر کول او کافي خوب، یعني هغه فعالیتونه چي صحت ته مو ګټه رسوي، هغه د اروايي فشار په له منځه تللو کي ډېر مهم دي . خو خبره داده، چي ځیني کسان یاد سوي فعالیتونه په تکراري ډول نه سي ترسره کولائ .
یوه بله مقاله مو په دې اړه ډاډه کوي، لیکي، چي ځیرک او هوښیار کسان د ښه صحت د درلودلو له برکته اوږد عمر لري . زه د ځیرکتیا او د ژوند د کړو – وړو ترمنځ تړاو طبیعي بولم، ځکه هوښیاران معلومداره ښې پریکړي کوي .


د مقالې لیکوالان د کیسې په پای کي نتیجه داسي راسره شریکوي : د اوږده ژوند لپاره ځیرکتیا نـــــــه، بلکي په هوښياري د ژوند کړه – وړه مهم رول لري .
په دې جمله کي یې خوشبختانه بي عقلان هم نازولي دي .


تعریفونه (د ژباړن زیاتوني) :
(۱)  : پارکینسون : یو ډول عصبي ناروغي ده، چي له امله یې څوک ريږدي .
(۲)  : آلزایمر : ددې ناروغی له امله دچا شیان د ذهن څخه وزي اوڅوک په صحیح توګه د ځان غم نه سي خوړلائ، لکه، بوډاګان .


پای