د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د نوزاد ولسوالۍ په جازې سيمه کي څلور ولسي وګړي ووژل سول . د خبرپاڼي په وينا چي ياد ولسي وګړي چي دوې تنې يې ښخي او دوه تنه يې نارينه دي هغه وخت ووژل سول چي کله يې يو ټونيس ډوله موټر د سړک د غاړي پر يوه ښخ کړل سوي ماين وخوت .
په خبرپاڼه کي د سړک د غاړي ماين د وسله والو طالبانو کار بللى سوى او غندل سوى خو په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .