کور / تازه خبرونه / د پاکستان د استخباراتو مشر امريکا ته ځي

د پاکستان د استخباراتو مشر امريکا ته ځي

اسلام آباد اعلان کړى چي نن به د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال شجاع پاشا امريکا ته په سفر ولاړ سي.
نوموړى داسي مهال امريکا ته د ناڅاپي سفر اعلان کوي چي امريکا يې پر هيواد مرستي بندي کړي دي او د دواړو هيوادونو ترمنځ ناندرۍ او يو پر بل نيوکي تر بل هر وخت ډېري سوي دي.