کور / تازه خبرونه / کندهار: شاولي خان کرزى د قوم مشر وټاکل سو

کندهار: شاولي خان کرزى د قوم مشر وټاکل سو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د خپل کشر ورور تر جنازې وروسته په يوه غونډه کي شاولي کرزى د احمدولي کرزي د ځايناستي په توګه وټاکئ.
ولسمشر کرزي د منډيګک په ماڼۍ کي د يوې لويي غونډي په ترڅ کي شاولي خان کرزى د احمدولي کرزي د ځايناستي په توګه معرفي کړ.
نوموړي پر طالبانو يو ځل بيا ږغ وکړ چي سوله ورسره وکړي او د وروڼو خطاب يې ورته وکئ.
ولسمشر کرزي وويل د يوه او بل وژنه آسانه ده، نر هغه دئ چي ژوند وپالي، راسئ سوله وکړو او هيواد آباد کړو.
احمدولي کرزى د کندهار د ولايتي شورا پر رياست سربېره د پوپلزو د قوم هم وو چي د همدې مشرۍ له امله يې په کندهار او شاوخوا سيمو کي ډېر نفوذ درلودئ.
ځينو رسنيو داسي خبرونه هم خپاره کړي چي شاولي خان کرزى به پر قومي مشري سربېره د کندهار د ولايتي شورا د رياست چاري هم مخته وړي، خو د افغانستان د اساسي قانون او انتخاباتو د قانون له مخي د ولايتي شورا رئيس د دې شورا د غړيو له منځه په رايو انتخابېږي او د مړه سوي غړي پر ځاى داسي ناکام کانديد چي د ټاکنو پر وخت يې ډيري رايي وړي وي ولايتي شورا ته د نوي غړي په توګه معرفي کېږي.