کور / تازه خبرونه / د کندهار والي او امنيه قوماندان خبري غونډه

د کندهار والي او امنيه قوماندان خبري غونډه

كندهار والي او د كندهار سرپرست امنيه قوماندان وايي چي احمد ولي كرزى هغه او د هغه كورنۍ ته ډېر نژدي كس وواژه. نوموړي په دې اړه خبريالانو ته وويل چي د احمدولي كرزي په وژل كېدو خواشينى دئ او زياته يي كړه چي نوموړى د سردارمحمد په نوم د پوليسو د يوې ټولۍ د قوماندان چي په ډنډ ولسوالي كي يې دنده درلودله او احمدولي كرزي ته ډېر نژدي كس و له خوا ووژل سو .
د كندهار سرپرست امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وويل چي پر احمدولي كرزي باندي بريد كوونكى دومره نژدې كس وو چي د ولس مشر حامد كرزي ، احمدولي كرزي د هغوى د وړونو او حتى د هغه د كورنۍ يو ځانګړى ساتونكى و او دا مهال يې د ولس مشر په پلرني ټاټوبي كي د هغوۍ د ملكيتونو او د ولس مشر د پلار عبدالاحد كرزي د مقبرې د ساتونكو قوماندان و .
د كندهاروالي او امنيه قو ماندان په وينا تر اوسه يې نه ده څرګنده كړې چي نوموړي ولي ، احمدولي كرزى په نښه كړ او ويې واژه خو دوى يي په اړه سختي پلټني پيل كړي دي . .جنرال عبدالرازق وويل چي په دې پېښه كي ډېر لوى لاس دئ او داسي فكر كوي چي دا يوه پلان سوې موضوع وه خو بيا يي هم په اړه پلټي كوي .
د دواړو په وينا چي د پيښي سره د تړاو په تور يې بريدكوونكي ته نژدي ځيني كسان نيولي او دا مهال تر تحقيقاتو لاندي دي.
احمدولي كرزى تېره ورځ سهار څه باندي لس بجي په خپل كوركي هغه ته د نژدي كس سردارمحمد له لوري هغه وخت د توپنچې په ډزو ووژل سو كله چي احمدولي كرزى له وطاقه را ووت او بريدكوونكي ورته يو كاغذ د عارضې په بهانه ونيوى چي سمدستي يې ډزي پر وكړي او ويې واژه .چي وروسته د احمدولي كرزي د ساتونكو له لوري بريد كوونكى هم په نښه او ووژل سو
احمدولي كرزى په سينه ، غاړه او سركي لګيدلى دئ .
احمدولي كرزى د ولس مشر ناسكه او تر ټولو كشر ورور و. نوموړى د تېرو نهو كلنو راهيسي د كندهار د ولايتي شورا رئېس و.