ولسمشر کرزى ، لوى څارنوال ، د ملي دفاع ، دکورنيو چارو ، سرحداتو ، پوهني وزريران ، د ملي امنيت رئېس ډاکټر رنګين دافتر سپنتا ، د ولسمشر سلاکار ګل آغا شېرزى او يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي د ولسمشر د ورور احمد ولي کرزي و خاورو ته د سپارلو په موخه راغلل .
نوموړى نن ماښام کندهار ته راورسېد او سمدستي د احمد کور ته ولاړ او د هغه جسد يې وکتى .
نوموړى څه کم يوولس بجې د خپل کور د شاوخوا را تاو سوو امنيتي پوستو د قوماندان له لوري په خپل کوي کي په ډزو ووژل سو .
ټاکل سوې چي ولي کرزى به سبا په خپله پلرنۍ هديره کي خاوروته وسپارل سي او افغان ولسمشر او ورسره وزيران او لوړ پوړي دولتي کسان به يې د جنازې په مراسمو کي برخه واخلي.