د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د کابيني له ځينو غړيو سره کندهار ته رسېدلى چي هلته به د خپل کشر ورور احمدولي کرزي د جنازې په مراسمو کي ګډون وکړي.
ولسمشر کرزي د خپل ورور مړيني ته په لومړني غبرګون کي په خواشينۍ وويل چي ورور يې په کندهار کي وژل سوى او دا د هر افغان د ورځني ژوند پېښه ده، دى هيله لري چي خداى يې وطن له دې غمونو خلاص کړي.
د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزى چي نن د خپل ساتونکي له خوا وژل سوى، ټاکل سوې ده سبا يې مړى د کرز په کلي د هغه په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل سي.
بلي خوا ته د کندهار له ښار څخه د لراوبر سرچينې وايي د کندهار په ښار کي يو ډول پرتم پروت دئ او خلګ دې ناببره مرګ هېښ کړي دي.
د ښار په شاوخوا سيمو کي له معمول خلاف د پوليسو او پوځيانو تګ راتګ ډېر دئ.