تېره ورځ په ننګرهار ولايت کي د يوه سوليز لاريون په ترڅ کي پر سرحدي سيمو د پاکستان روان بريدونه وغندل سول او د افغان حکومت څخه لاريوکوونکو د هغوى د ژر بندېدو غوښتنه وسوله . ياد لاريون د افغانستان د يووالي ګوند له لوري پر مخ بېول کېدئ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه څه موده وړاندي د نورو ولايتو په څېر په کندهار کي هم غونډه جوړه سوې وه او د غونډي برخه والو د افغان ولسمشر څخه غوښتنه کوله چي دا کار دي په ډېره عاقلانه توګه پاى ته ورسوي ځکه چي د پولي دوا ړو غاړو ته پښتانه پراته دي او که کومه ستونزه پېښېږي بېرته يې تاوان د برخه والو په وينا چي زموږ دئ .