په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو نن تر ډيره له پاکستاني پوځ سره د امريکا د مالي مرستو په بنديدو تبصرې کړي او د هغې په اړه يي بيلابيل نظرونه څرګند کړي دي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د دې مسالې په اړه خپل بحث په دې وينا پرانستي، چې په مرګ نه نيولې پاکستان کله په درد راضي کيږي.
ورځپاڼې د پاکستان له پوځ سره د امريکا د مالي مرستو د لګولو په څرنګوالي هم ځينې پوښتنې پورته کړي.
د ورځپاڼې په وينا د دې مرستو د بنديدو په غبرګون کې د پاکستاني جنرالانو څرګندونې ښيي، چې دوي له دې پرته هم خپلو عملياتو ته دوام ورکولې شي، نو د ورځپاڼې په وينا اساسي پوښتنه دا ده، چې دا مرستې په کومو ځايونو کې لګول شوي.
ورځپاڼې دا شک څرګند کړي، چې ممکن پاکستاني پوځ د امريکا مرستې بيرته د ترورستي ډلو د پياوړې کولو په لارو چارو لګولې وي.
ورځپاڼې په خپل وروستي تحليل کې د امريکا دا اقدام موثره بللي او ليکلي يې دي، چې له دې سره کيداي شي پاکستان همکاريو ته غاړه کيږدي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم ليکلي، چې د امريکا د مرستو د ځنډولو يو اساسي هدف دا دي، چې پاکستان د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې ريښتوني همکارۍ ته اړ کړي.
خو ورځپاڼه وړاندې د ځينو کتونکو په حواله ليکي، چې ممکن د امريکا دا اقدام د لنډې مودې لپاره وي او دا ځکه، چې امريکا د پاکستان همکارۍ ته اړتيا لري.
ورځپاڼې د امريکا او پاکستان ترمنځ د اړيکو د خرابيدو په صورت کې ځينو نورو امکاناتو ته هم اشاره کړې او ليکي، چې دا به پاکستان د ترورزم په خلاف له روانې مبارزې ګوښه کړي.
خو هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله تبصره کې د امريکا د دې اقدام ننګه کړې او دا سپارښتنه يې کړې، چې د ترهګرو ملاتړ کوونکو هېوادونو پر ضد پر کلابندۍ بايد نور هم زور واچولي شي.
ورځپاڼه وړاندې ليکي، که څه هم امريکا دا اقدام د خپلو سياسي ګټو پر بنسټ کړې، خو د ورځپاڼې په وينا بيا هم د دغه اقدام ملاتړ په کار دي او دا ځکه، چې دا مساله د افغانستان له امنيتي وضعې سره هم تړاو لري.
ورځپاڼې وړاندې دا سپارښتنه هم کړې، چې له دې وروسته بايد پاکستان تر ډيپلوماټيکو او اقتصادي فشارونو لاندې هم ونيول شي او هيڅ خبره يې وانه وريدل شي.
په کابل کې خپريدونکو ځينو ورځپاڼو بيا د عزيزي بانک په اړه د پورته شوې لانجې په اړه هم بحثونه کړي.
ويسا ليکلي، چې دا مساله په کابل کې د بريتانيې د سفارت په اشاره د ځينو وکيلانو له خوا راپورته کړاي شوې.
ورځپاڼې ليکلي، چې د بانکونو له ديواليه کولو څخه هدف دا دي، چې پر بانکي نظام بې باروي رامنځته شي او هېواد له يو مالي بحران سره مخامخ شي.
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د عزيزي بانک د روان حالت په اړه په ولسي جرګه کې پروني بحث ته کتنه کړې او ليکلي، چې اکثره وکيلان د دې بانک د روان حالت په اړه انديښمن دي.
خو د ورځپاڼې په وينا اکثره وکيلان بيا په دې نظر دي، چې تراوسه پورې داسې اسناد او شواهد نشته، چې د عزيزي د مالي بحران څرګندويي وکړي.