نن سبا د امريکايي رئیس جمهورانو د ژوند حالات څېړل عادي خبره ګرځېدلې ده، خو د نورو ولسمشرانو سره په پرتله د اوسني رئیس جمهور بارک اوباما ژوند په ډيرو جزیاتو څېړل سوئ دئ.
څېړني تائیدوي چي د ولسمشر اوباما زوکړي ته په کتو هغه رښتیا هم امریکايي دئ، خو زیاتوي چي په ماشومتوب کي یې د خپلو والدینو لخوا نورو ته د سپارني ګمان پر کیږي . د مهاجرت هغه اسناد د دې مسئلې استدلال کوي، چي د “The Boston Globe” نومي امریکايي ورځپاڼي د ژورنالیستي په مټ د عامېدو د قانون له برکته د هغې ترګوتو رسېدلي دي .
ذکر سوې ژورنالیسته “سالي یاکوبس” د اوباما د پلار په اړه یو کتاب کي د ترلاسه سوو معلوماتو تحلیل کوي، چي دغه اونۍ به بازار ته راووزي .
د اسنادو له مخي مشر بارک حسین اوباما (پلار یې) د مهاجرت د مامورینو سره د زوی د تصویبولو په اړه خبري – اتري کړي وې . د دې ترڅنګ دا هم ممکنه ده چي د مشر اوباما د هغه مهال مېرمن “آن ډونهام” د “هایلس” نومي پوځ کي د خپل ماشوم د سپارني او څارني غوښتنه کړې وي .
د ولسمشر اوباما پلار پخوا د “هاوای” نومي پوهنتون کي یو کېنيايي محصیل و او مور “ډونهام” یې هم په دې پوهنتون کي لوړي زدکړي کړي دي . مشر اوباما چي کله د ویزې د وخت اخیستلو درخواست کاوه، نو د مهاجرت مامورینو هراړخیزي پوښتني ترې وکړې، چي آیا مېرمن او ماشومان لري او که یا . مشر اوباما یوه مامور ته د عیاشي چال چلند له امله شکمن ښکارېدئ او فکر یې کاوه، چي دی به تر یوې زیاتي مېرمني لري . پر مشر اوباما د زیاتو مېرمنو ګمان شايد دی له امريکا څخه ایستلئ وائ، خو مشر اوباما دروغ ورته ویلي وه، چي د کومي کینايي مېرمني څخه چي یې دوه ماشومان لرل، د هغې څخه جلا سوئ دئ .
په ۱۹۶۰ کلونو کي ماشوم اوباما د خپل پلار بارک اوباما ترڅنګ
د یو شمېر نامکملو راپورونو له مخي د مشر اوباما لخوا نورو ته د هغه د زوی اوباما د سپارني په اړه دقیق معلومات نسته، ځکه کېداى سي پلار یې په امریکا کي د پاتېدو د اجازې د مثبت جواب په موخه د زوی د سپارني کیسه جوړه کړې وي .
دا په داسي حال کي چي د”ډونهام” د کورنۍ د یوه غړي په وینا د مشر اوباما مېرمن “آن ډونهام” د خپل خاوند او ماشوم په درلودلو راتلونکي ته ډېره خوشحاله وه .
د کېنيا هیوادد افریقا په ختيځ کي پروت دئ، رسمي ژبي یې سواحیلي او انګليسي دي . په ۲۰۰۹ ز کي یې ۳۹۰۰۲۷۷۲ تنه اوسېدونکي درلودل; ددې جملې څخه یې ۱۰٪ مسلمانان، ۴۵٪ پروتستانت، ۳۳٪ کاتولیک او پاته ۱۲٪ د نورو مذهبونو پیرویان دي .
(جغرافيايي معلومات د ژباړن له خوا زيات سوي دي .)
سرچینه : پورتنی انځور د انګلیسي ویکیپيډیا څخه کاپي سوئ او بيا پښتو نوم پر لیکل سوئ دئ .
ســرچـــیــــنــه : فولکسکرنت – ۲۰۱۱ز، د جولای ۱۱مه، هالنډۍ ورځپاڼه
سرلیک : Baby Obama “bijna afgestaan”
لــــــــــــــــیـــک : آري ایلسهاوت
ژبــــــــــــــــاړه : مختاراحمد احسان