کور / تازه خبرونه / پر کامدېش د بريد قومانده پاکستان ورکوله

پر کامدېش د بريد قومانده پاکستان ورکوله

افغان سرحدي ځواکونه وايي چې د نورستان د کامديش پر ولسوالۍ باندې د حکومت د وسله والو مخالفينو د بريد په نتيجه کې د تيرې يوې اوونۍ راهيسې روانه جګړه اوس پاي ته رسېدلې ده.
چارواکو د تيرې سه شنبې په ورځ وويل چې وسله والو مخالفينو د چترال له سيمې لومړي د دوي پر سرحدي پوستو بريدونه وکړل. له هغه راهيسې د کامدېش په ولسوالۍ کې د بريد کوونکو، افغان او ايساف ګډو ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه وه.
د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال امين الله امرخېل نن خبريالانو ته وويل چې پر دغې ولسوالۍ د وسله والو د بريد قومانده د پاکستاني ځواکونو له خوا ورکول کېده.
امرخېل وايي: داسې غږونه مو په مخابرو کې اورېدي او ثبت کړي چې پاکستاني پوځيان وسله والو مخالفينو ته د جنګ قومانده ورکوي.
دده د وينا له مخې، په دې جګړه کې په لسګونو وسله وال مخالفين وژل شوي او زخميان شوي دي. دي وايي: د مخالفينو مړي چې زياتره يې بهرني دي د سيمې د خلکو په مرسته خاورو ته وسپارل شول.
جنرال امرخېل په دې جګړه کې سرحدي پوليسو ته هم ور اوښتې مرګ ژوبله لسګونه تنه ښيي.
سرحدي پوليس وايي، په دې جګړه کې يې د ګوردېش سيمه تقريبا تر ١٤کيلومترو پورې له وسله والو مخالفينو پاکه کړې ده. دوي وايي، مخالفينو د سيمې د خلکو کور نه هم سوزولي دي.
سرحدي پوليس ادعا کوي، څو تنه پاکستاني اتباع يې نيولي چې د توپچي د ناچاودو مرميو د وړولو هڅه يې کوله.
د سيمې خلکو د چارو د ښه پرمختګ لپاره يوه ولسي شورا جوړه کړې ده.
بل لور ته د نورستان والي جمال الدين بدر وايي چې په دې جګړه کې زياتره
پاکستاني، چيچنيايي او عرب وسله وال وژل شوي دي.
د حکومت وسله والو مخالفينو د سه شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي وو چې د کامديش د ولسوالۍ يو شمير پوستې يې له حکومتي قواوو څخه نيولي دي.
کامدېش د نورستان ولايت هغه غرنۍ سرحدي ولسوالي ده چې يو شمېر سيمې يې د مخالفينو تر ولکې لاندې دي. پر دغې ولسوالۍ مخکې هم خونړي بريدونه شوي دي