په هلمند ولايت کي د ځوانانو د ستونزو او هغوى ته د حل لاري د موندلو په موخه نن ورځ يو کنفرانس جوړ سو چي پکښي د هلمند والي او سلګونو ځوانانو ګډون کړى و . والي ګلاب منګل د ځوانانو څخه وغوښتل چي زده کړي ته مخه کړي او د بې سوادۍ کچه ټيټه کړي او همدا ډول يې نشيي توکي او قاچاق د ټولو بدبختيو ريښه وبلله او ځوانانو ته يې د هغې پر خلاف د مبارزې امر وکړ .
والي وويل چي د ښووني او روزني په برخه کي څه ستونزي سته خو د وخت په تېرېدو سره به هواري سي .