د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره شپه د لښکرګاه ښار مرکزي ماموريت ته څېرمه يو تن هغه مهال د پوليسو په ځوابي ډزو کي ووژل سو چي کله يې پر ياد ماموريت بريد وکړ او يو پوليس يې ژوبل کړ .
خبرپاڼه ليکي چي نوموړي کس د يوې موسيسې رسمي جامې په تن وې او ياد بريد يې ترسره کړ چي وروسته د پوليسو په ځوابي ډزو کي ووژل سو .
خبرپاڼه ليکي چي د وژل سوي کس د هويت معلومولو په موخه يې پلټني پيل کړي .