کور / تازه خبرونه / روزګان : حکومت او وسله وال يو بل ته د مرګ ژوبله ادعا کوي

روزګان : حکومت او وسله وال يو بل ته د مرګ ژوبله ادعا کوي

د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ګېزاب ولسوالۍ کي يې د وسله والو طالبانو سره نښته کړې او په پايله کي يې لس وسله وال طالبان وژلي . خو طالبان بيا دا نه مني .
او همدا ډول چارواکي وايي چي په دې بريد کي د دوى درې تنه هم ژوبل سوي خو وسله وال طالبان وايي چي د دوى لوري ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د دوى ملګرو د يوه کمين په ترڅ کي د حکومت څلور تنه وژلي .