د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د سيمه ييزو پوليسو د ايجاد په موخه نن يوه پراخه شورا جوړه سوه چي پکښي د کورنيو چارو وزارت استازي، د کندهار ولايتي شورا غړي، د ژړۍ ولسوال، د کندهار ولايت او د ژړۍ ولسوالۍ امنيه قومندانانو، د ژړۍ ولسوالۍ د شورا مشر او ګڼ شمېر نورو دولتي اوغير دولتي منسوبينو او شاوخوا ٤٠٠ تنو ځوانانو برخه اخستې وه.
د ژړۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي په دې خوښي وښوده او زياته يې کړه چي دا کار د امنيت په راوستو کي اغېزه کولاى سي .
کندهار امنيه قوماندان هم پر ياده غونډه خوښي وښوده او د ټولو سره يې د خپل لوري د ملاټر ږغ وکړ . او همدا ډول د يادي ولسوالۍ څخه برخه اخستونکو کسانو هم امنيه قوماندان ته د خپل لوري د همکارۍ ژمنه ورکړه .