په افغانستان كي دنوي انتقالي دوري دپيل نه دولسي جرګي دجوړيدوخبري كيدلي موږپه هغه وخت كي كوچنيان وه چي پخواپه افغانستان كي ولسي جرګه جوړه وه .
نوپه دي اوسني حكومت كي دولسي جرګي دجوړيدوپه اړه موله مشرانومعلومات غوښتل هغوي به راته پخواني ولسي جرګه انځورول موږبه ډيرخوشحاله وه چي كيداي سي دولسي جرګي په مرسته پخواني هغه ناخوالي چي په اوسني ټولنه كي دميراث په ډول راپاته دي له منځه ولاړي سي .خوهغه راته څوچنده سوي .
كلونه تيرسول ولسي جرګه جوړه سوه لومړي پړاتيرسوو دوهم ځل ولسي جرګه ټاكني وسوي پارلمان ته وكيلان كاميابه سوه په لومړيوكي هرڅه نورمال وه ولسي جرګي ورو،وروكاركاوه اوترډيره بريده اوسني ولسي جرګي ته ځوانو وكيلانولاره وموندل .
فكرونه ،وړانديزونه،اونظرونه نوي وه هيله موډيره وه .
خودورځي په تيروپه ولسي جرګه اخ ډب پيل سوو هره ورځ به ناندرې وي لفظي شخړې اوحتي كله كله لاس اچونه هم وه .
تيره ورځ ټلويزيوني خبرونوته ناست وه چي ناڅه يوخبرپرسكرين راخلي خبرپه لومړي سركي دپاكستان له لوري دافغانستان پركنړاوننګرهارولايتونوسرحدي سيموكي دتوغنديي بريدونه دغندني په اړه وه دولسي جرګي غړي ډيرقهريدلي وه اوهرغړي ته چي دخبرونوبت رسيدي ډيرواحساساتوبه له چوكي جګ پورته كوي
يوځل مي وليدل چي يوه غټه مټه وكيل صاحبه له خپل ځايه جګه ولاړه سوه اولاندي يي لاس كړي چي ډبره راواخلي خوله بده مرغه هلته چوكي لاندي ډبري نه وي نويي بوټ ته لاس كړاودخپلواحساساتووروستي سلګي يي مړه كړه اوبوټ يي دكوچيانوپرښځينه وكيلي حميدي احمدزي ورګوزاركړاوبياپه ولسي جرګه كي داسي ننداره جوړه سوه چي څوك پيسي پسي واخلي پيدابه يي نه كړي .
خصوصادهغه كسانولپاره ډيره په زړه پوري ننداره وه چي له ولسي جرګه څخه په ټاكنوكي پاته سوي وه .
دلته هغه پخواني تنظمي اوژبني كړني پيل سوه چي موږيي تصورنه كوي .
په افغانستان كي ښځينه جنرالاني نسته كه وي هم هغه پرشخصي اړيكوجنرالاني سوي دي جنرال نظيفه ذكي زه ډيره نه پيژنم يواځي يي په اړه دومره معلومات لرم چي دي مباركي په شمال كي دجنرالي رتبه لاس ته راوړي ده .
دوستانو زه نظامي كاركوونكي نه يم خودومره ويلاي سي چي دجنرالي رتبه څوك دمرګ تركندي رسوي اودي مباركې داسي مفته ګټلي لكه ديوه قوماندان له دفتره چي يي مفته راوړيي وي .
په هرصورت دغه مباركې جنرالې ته وايوموږپه دي خوشحاله يوچي په افغانستان كي ښځينه جنرلانې لرو خوهغه داسي نه چي پرنوور كورنيوښځودبوټوګوزارونه وكړي .
دلته بيادكوچيانواوهزاره ګانودڅه مودي مخكي دشخړي دراپورته كيدوخبره توده سوه .
دكوچيانواستازي حميدي احمدزي په دي وخت كي ډيره حوصله وكړه اوله ترمۍ يي كارواخيستي ترټولويي ښه كارداوكړچي دجنرال نظيفي ذكي هغه تاريخي بوټ يي له ځانه يوړچي نوموړي دپاكستاني توغندوپه ډول پراحمدزې ورفيركړي وه .
په دي وخت كي ښكنځل اوبدې خبري تروروستي حد ورسيدلې چي حتي دولسي جرګي اوسني غړو دغه توده لوبه پاي ته نه سوه رسولاي له پوليسوڅخه مرسته وغوښتل سوه هغه هم راغله اودفوټبال دبازي په ډول يي هرڅه كوښښ چي وكړلوبه نه خلاصيدل پس له لسودقيقولوبه دجنرال نظيفي ذكي په ګټه پاي ته ورسيدل اودبوكس دغه ټورنمينټ ذكي پيل كړاودابه ترراتلوونكي دريوكلنوپوري دوام لري چي وروسته به له دريوكلنوددي بوكس سياليوګټوونكي اعلان سي اوهغه ته به يوه په زړه پوري ډالي هم وركول سي چي تراوسه هغه ډالي نه ده جوړه سوه .
ډيري داسي څه سته چي په لومړيوكي په خرابي پيل سوه چي بياترپايه داسي په خرابوپاي ته رسيدلي دي .
دولسي جرګي اوسني مشرابراهيمي له نژي مانه دي ليدلي خوكله كله چي يي په ټلويزيونوكي وينم ډيرسم سړي معلوميږي
ده هم ويلي دي چي غواړي جنرال نظيفه ذكي خپل دفتربوځي اوددغه ټورنميټ دپيل په اړه معلومات ځيني واخلي .دولسي جرګي ځيني غړي وايي چي كيداي سي جنرال نظيفه ذكي دچاله خواهڅول سوي وه .
په ولسي جرګه كي دغه لوبه په داسي حال كي پيليږي چي په افغانستان كي له بهرنيوځواكونوڅخه كورنيوځواكونوته دامنيتي چارودسپارلوپروسه پيل سوي ده .
په ولسي جرګه كي هم شخړي له نارينوڅخه ښځينوته ورو ورو انتقاليږي چي دابه ځكه ډيره ګټوره وه دښځوجنګونه پخواپه كورونوكي دڅلورديوالونوپه منځ كي كيدل خو دډيموكراسي په راتګ دوي وكولاي سول چي خپل منځي جنګونه په ټلويزيونوكي دخپروني په ډول خپاره كړي .
زه ويره په دي لرم چي هسي نه دوي نورهم تشويق سي اوولسي جرګي تالارته زيان واړوي .
دغه تالاردهندوستان په مالي مرسته جوړسوي چي بيادغه ډول جوړيدل يي ډيرستونزمن دي
په لومړيوكي په ولسي جرګي داوبو بوتلونه بندسول اوبياپه دي وروستيوكي ايله سوه چي دغه كاراصلازماپه نظرناسم دي .
څوورځي مخكي دولسي جرګي له يوي ښځينه غړي سره مي پرټليفون خبري كولي اوداپوښتنه مي ځيني وكړه چي ولي په ولسي جرګه كي داسي كاروسي ؟
هغه مباركي راته په ځواب كي وويل چي دغه ډول جنګونه ښه دي پخوابه نارينوپه توپونواوټانګونوخپل منځي جګړي كولي چي اوس هغه جنګونه دمرميوپرځاي داوبوترپلاستيكي بوتلونوپوري ورسيدل .
دغه وكيلې راته داهم وويل چي موږهميشه چي په ولسي جرګه كي پرموضوعاتوخبري كووكله كله ډيرخسته سوو نوبيادغه ډول يوي تفريح ته ډيره اړتياده .
په پالمان كي هردوه وكيلان اوس دولسمشرحامدكرزي اودولسمشرې لومړي مرستيال فهيم اودوهم مرستيال خليلي دطرفدارانوخبري كوي خوزه فكركوم چي له ولسي جرګي څخه خپله اصلي دنده رياست جمهوري ته تللي ده .
دوي ټول مباركان داسي كارونه كوي چي يواځي يي ورځ پرتيره سي .
موږبياهم دي ولسي جرګي ته هيله لرو چي خپل منځي ستونزي به حل كړي .