کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د خلګو زور دخدای زور دی یوالی زموږ یګانه وسیله ده

د خلګو زور دخدای زور دی یوالی زموږ یګانه وسیله ده

د لسو کالو را په دی خوا چی په داخل او خارج کښی ددی اوسنی نظام هغه منفی سیاستونه او پریکړی چی دپردو په لمسون او ددغو ناپوهو او خاینو سیاستوالو لخوا زموږ پر بی ګناه ولس عملی او تحمیل سوی دی د هغو پر وطن مینو لیکوالانو او منورینو لخوا په جریان ددی لسو کلو کښی یی زموږ و ولس ته پر وخت او زمان خپلی نظریی او پیشنیهادونه رسولی او ابلاغ کړی دی اوزموږ ټول اولس یی ددی لسو کالو په جریان کښی ددی نوموړی نظام پر هغو خاینانه او دظلم څخه ډ ک کار کرد څخه په ښه شان خبرکړی دی او هر لیکوال دخپل توان او سیاسی پوهی او اګاهی پر اساس خپلی نظریی او پیشنهادونه وړاندی کړی دی خو ددوی و هغو سالیمو پیشنهادو او انتقادونوته؛ نوم وړی نظام غاړه نده ایښی او هغه ته یی دسیا سی پروپاګند نوم ورکړی دی اوپه اواخیرو پیښو کښی دپاکستان له خوا پر افغانستان باندی دتوپونو بریدونه دا موضوع نوره هم روښانه کړه چی ملی او بین المللی مافیا یی کړی هڅی او کوښښ کوی چی زموږ دملک و ملی امنت ته خنډ پیښ کړی چی دا هم هغه سوال دی چی اوسنی ملی او بین المللی ما فیایی کړیو کار کرد په موطبوعا تو کښی زموږ خلګ  په یوه تشویش کی اچولی دی او زموږ بیګنا او معصوم ولس په داسی خاینانه ډول لمنځه وړی چی حتا داوسنی نظام بر حاله ریس جمهور هم دا اعلانوی چی دافغانستان له خوا به هیڅکله د پاکستان پر خاوره او د پاکستان پر بیګناه وه خلګو نظامی حمله ونکړی ایا دملک و ریس جمهور ته دا ښا یی چی په داسی الفاظو سره زموږ ملی ګټوته داسی خاینانه پریکړه صادره کړی ایا د ریس جمهور هغه وینا دیاده ووتل کوم وخت چی د ملی تلویزون څخه نشر سوه چی دهجرت په مورد کښی یی بحث کاوه او دایی وویل چی زه به میرویس هیڅکله وخاریج ته پرینږدم او سترګی یی دژړا ډ کی سوی ایا نن چی دکنړ ماشومان او بی وزله سپین ږیری سپین ری ځوانان دپاکستان په توپنو وژل کیږی وینی یی د میرویس تر وینو ارزانه وی او که یی دوینو رنګ تفاوت درلودی ډیر دشرم او خجالت ځای دی چی زموږ ریس جمهور په داسی الفاظو خپله خوله پرانیزی او بی مسولیته پریکړی او خبری کوی د جمهور ریس ددی خبرو اعلان تشریح او مفهوم وخلګو ته داسی په لاس ورځی چی دافغانستان خلګ په اصل کښی ګنهکاره دی چی پاکستان ددرنو توپونو بریدونه پری کوی نو هغه تیر سوی تاریخ ته به یوځل سر ورښکاره کړو چی دا ملت څومره با عقیده او قهرمان ملت دی چی د تاریخ په هره مرحله کښی یی دخپلی خاوری او ناموس او تمامیت ارضی څخه په کلکه دفاع کړی ده او دوښمن ته یی داسی درسونه ورکړی دی چی تر اوسه یی لا ماغزه پر قرار ندی . همدا دلیل وه چی دکنړ او جلال اباد قهرمانو خلګو اعلان کړه او داسی یو پیغام یی وداخلی اوخاریجی دوښمنانو ته ورساوه که بل فرض دافغانستان اوسنی اداره ددی حملو جواب ورنکړی نو دوښمنان به زموږ دقهرا و غضب سره مخامخ سی. چی دا پخپل ذات کښی د ولس دقهرمانی هغه تیرسوی دتاریخ مثالونه به یانوی چی افغان ولس وداخلی او خاریجی یرغلګرو ته په هره تاریخی مرحله کښی سخته ماته ورکړی ده . خو اوسنی سیاسی شرایط چی زموږ ملت ورسره لاس او ګریوان دی او ۲۰۰۱ کال را پدی خوا خاریجی قواوی په داخل د افغانستان حضور لری او له بل طرفه دکابل دا فاسده اداره پر قدرت ده نو د هری ورځی په تیریدو سره دخلګو امیدونه مخ پر کمیدو دی چی دا هم یو پلان شده اوږد محاله تګلاره ده چی خاریجی قواو خپله کړی ده چی زموږ دملت غصه دپاکستان په مورد کښی را وپاروی چی په نهایی نتجه کښی یی سیاسی ګټی دامریکی دنظامی پایګاو درسمی کولو دپاره دی چی دا هغه ساسی لوبه ده چی ولس بیرته بیا د کومک لاس و امریکی ته وراوږد کړی او دوهمه دا ثابته سوه چی دامریکی سفیر په افغانستان کښی خپله کاری موده پای ته رسید لی ده نو نموړی خپله اخیرنی سفر هم و پنجشیر ته وکړی چی شورایی نظار ته دا ووایی چی موږ نور هم درسره یوه غواړم عرض کړم چی زما په قلمی نویشته کښی سوی تفاهم رامنځته نسی زه کوم مخالیفت او دوښمنی دپنجشیر دخلګو سره نلرم اونه ودی ملیتی دوښمنی ته لمنه وهم زما هدف دخاریجی هیوادو هغه نا اینصافه پریکړو ته اشاره ده چی دالس کاله یی ددغو غلو په وجود کښی سرمایه ګذاری کړی ده او داغله نور هم تقویه کوی چی په نتیجه کښی زموږ بیګناه اولس ددی ټولو ناخوالو قربانی کیږی او ټول په دی خبر یو چی په جریان ددغو لسو کالو کښی په داخل او خاریج کښی ولس چیغی او ناری وهی چی ددی نظام هغه عناصر چی په فساد؛ انسان وژنه ؛مخدره موادوقاچاق ؛او په اداری فساد اخته دی او د ملی او بین المللی محکمی څخه یی براعت تر لاسه کړی دی هم دا ددغو خاریجی قواو هغه غیری حقوقی ؛غیری انسانی پریکړی دی چی زموږ ولس یی ګیروګان نیولی دی؛ نور نو اولس ډیر په تنګ راغلی دی نور نو دوی مجبور دی چی ددی پیچلی سیاسی حالت څخه یا خپل ځانونه او کورنی وژغوری او یا ددی سیاسی دلالانو دهغو پریکړو قربانی سی ؛ ولس ته پکارده چی منظم او یو موټی سی ددغو ټولو بی عدالتیو پرضد سخته مبارزه وکړی دا یوه تثبیت سوی مقوله ده چی دیوه دولت زوال په بی عدالتی کښی دی؛ او پایښت او دوام یی په خیر خوایی او عدالت کښی نغښتی دی نوددغی لس کلنی دوری په جریان کښی و ملت دا جوته شوه چی د اوسنی دستګاه دولتی مامورین او کارکونی نه دخلګو نماینده ګی کولاسی او نه اهلیت او شایستګی دکار لری ملت مجبوردی چی لاس په کار سی اوددی فاسدی اداری او نظام په مقابل کښی ودریږی .