د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو په سر روانې خبرې او د امريکا او طالبانو ترمنځ مستقيم تماسونه نن بيا هم په کابل کې د خپريدونکو ورځپاڼو د بحث اساسي موضوع جوړوي، چې دا ټول مطالب او مقالې لاندې په يوه راپور کې حميد مومند رانغاړلي دي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د تړون په اړه د دويم پړاو خبرې د شنبې په ورځ په کابل کې پيل شوي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
خو ورځپاڼه ليکي، چې دا خبرې په يو داسې حالت کې پيل شوي، چې افغانستان له سياسي، پوځي، اقتصادي او ټولنيزو مسايلو له پلوه، چې په داسې تړونونو کې د يو هېواد د ګټو د خوندي کولو لپاره مهم دي په ناوړه حالت کې دې.
ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې زيات تمرکز په هغو هڅو کړې، چې په افغانستان کې د دې تړون لپاره د خلکو د ذهنيت د جوړولو لپاره روانې دي.
ورځپاڼې د پاکستان د درنو وسلو وروستۍ حملې هم د دغو هڅو يوه برخه بللې، څو افغانان له امريکا سره داسې يو تړون ته تيار کړي.
خو ورځپاڼې ليکلي، په داسې حال کې، چې افغانان ځان د ګاونډېو ترګواښ لاندې او له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د رامنځته کولو لپاره مجبوره وبولي، نو د هېواد ګټې به په څه ډول خوندي شي؟
ويسا:
ويسا خپلواکې ورځپاڼې ليکلي، چې په دې خبرو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي د مرستيال په مشرۍ يو جګ پوړې پلاوي برخه اخيستې.
د ورځپاڼې په باور دا خبرې په داسې حال کې پيل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له مخکې نه شرايط او اسناد تبادله شوي.
اراده:
ارادې او هېواد ورځپاڼو بيا افغانستان ته د امريکا د دفاع د وزير په سفر بحثونه کړي، خو دا يي نه دي ليکلي، چې ايا د ده سفر د ستراتيژيکو اړيکو له تړون سره کوم تړاو لري او که نه؟
ارادې خپلواکې ورځپانې ليکلي، چې د امريکا د دفاع وزير افغانستان ته په خپل لومړني سفر کې غواړي، چې د هېواد د روان حالت ترڅنګ د امنيتي مسؤليتونو د انتقال بهير او له وسله والو مخالفينو سره د سولې د روانو هلو ځلو د ارزونې لپاره راغلې.
هېواد:
خو هېواد دولتي ورځپاڼې بيا له افغان ولسمشر سره د ليون پنيټا د ليدنې په بهير بحث کړې او ليکلي، چې دواړو خواو په دوه اړخيزو اړيکو او ستراتيژيک تړون په اړه خبرې کړي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ مستقيمې اړيکې بله مسئله ده، چې په کابل کې خپريدونکو ځينو ورځپاڼو راخيستې.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره ليکلي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اوس هم روانې دي.
ورځپاڼې په پاکستان کې د ځينو سرچينو په حواله ليکلي، چې طالبان له واشنګټن سره د خبرو د پټولو لپاره دا خبرې يوازې د بنديانو تبادلې په موضوع پورې محدودې بولي.