کور / تازه خبرونه / يو بل بهرنى ووژل سو

يو بل بهرنى ووژل سو

د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په شمال کي د وسله والو په يوه بريد کي د آيساف يو عسکر ووژل سو .
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو هويت او د هغه د وژل کېدو کره ځاى پټ ساتلى .
نن ورځ سهار په پنجشېر کي يو افغان عسکر د بهرنيانو سره تر خوشکي وروسته پر هغه ډزي وکړې او دوه بهرنيان يې ځاى پر ځاى کړل او وروسته هغه افغان عسکر هم د بهرنيانو په ډزو کي ووژل سو.
دا لومړى ځل نه دئ چي د بهرنيانو او افغان ځواکونو له لوري داسي پېښي رامنځ ته کېږي بلکي څو څو وار داسي سوي چي يا دي افغان ځواکونو پر بهرنيانو ډزي کړي او يا هم برعکس .