په هلمند ولايت کي د ٤٢٩٥ هغو کورنيو سره چي د نا امنيو او يو شمېر نورو ستونزو له کبله بېځايه سوي دي د ملګرو ملتو د کډوالو د نړيوالي ادارې لخوا چمتو ورسره مرسته وسوه . په ياده مرسته کي چي نن ورځ يې لړۍ پيل سوه هري کورنۍ ته دوې تختې ترپالونه ، شپږ تختې شړۍ ، يوه پلاستيکي ډبه او يو شمېر نور اړين توکي ورکړل سول .