د هلمند ولايت مقام له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو د تلاښۍ په غرفه کي يو ماين د وسله والو له لوري ځاى پر ځاى سوى و چي نن ورځ يې چاودنه وکړه . خبرپاڼه ليکي چي د ماين په دې چاودنه کي کوم چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
خبرپاڼي دا د وسله والو طالبانو کار بللى او هغه يې غندلى .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي .