کور / تازه خبرونه / هلمند: وسلې او مهمات نيول سوي دي

هلمند: وسلې او مهمات نيول سوي دي

د هلمند چارواکي وايي د ملي امنيت ځواکونو پرون په مارجه ولسوالي کي ٩٠٠ کيلو ګرامه امونيم نايتريټ او شل کارټنه مرمۍ نيولي دي.
د هلمند له ولايت مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي د دې موادو په تور يې څوک نه دي نيولي، خو د دادالله په نوم يو کس چي د دولت ضد فعاليتونه يې کول نيول سوى دئ.
خبرپاڼه وايي په نادعلي ولسوالي کي د پوليسو لاسته درې کلاشينکوفونه هم ورغلي چي په مځکه کي ښخ سوي وو.