د ولسمشر کرزي په امر جوړه سوې کمېټې تر دوو ورځو بحث وروسته پرېکړه وکړه چي قضيه د استيناف محکمې ته ولېږل سي، او هلته دي د ځانګړي محکمې پر پرېکړه او د انتخاباتو د کمېسون پر دلايلو باندي غور وسي.
ولسمشرکرزي دغه کمېټه د انتخاباتو د خپلواک کميسون د شپږ ماديي وړانديز پر اساس جوړه کړې وه، خو معترضو کانديدانو چي ځانګړي محکمې کامياب اعلان کړي ول د کمېسون وړانديز رد کړ او ويل يې چي د ځانګړي محکمې حکم هيڅوک نسي ماتولاى.