کور / تازه خبرونه / دزابل پرامنيه قومندان ځان وژونكې حمله وسول

دزابل پرامنيه قومندان ځان وژونكې حمله وسول

زابل پرامنيه قومندان ځان وژنكې حمله وسول
پېښه نن سهارڅه باندې ۹ بجې دكلات ښارپه مركزي څلورلاري هغه مهال رامنځ ته سول كله چې امنيه قومندان سمونوال عبدالنبي الهام له سيمي څخه تېرېدى .
دزابل دوالي مرستيال محمدجان رسولياروايې چې په پېښه كې يوازي ۹ تنه ولسي وگړي ټپيان سوي اودولتي كسانوته مرگ ژوبله نده اوښتې .
دنوموړي په ويناچې يوتن پلي ځان وژونكې چې په خپل ځان پوري يې چاودېدونكې توكي تړلي وو دغه بريدترسره كړى .
درسوليارپه ويناچې پوليس دځان وژونكې دهغه ملگري دنيول كېدوپه لټه كې دي چې دموټرسائكل په وسيله يې لمړۍ دامنيه قومندان دسپرلۍ دموټردتم كېدوهڅه كړې اوبياله سيمي څخه تللى .
تراوسه چاددغه بريدمسئوليت په غاړه ندى اخيستى
بلخوادزابل دولايتي روغتون سرطبيب وايې چې دپېښي په ټپيانوكې دوو تنوژورټپونه اخيستي .