ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په ولسي جرګه کې د يو نوي ايتلاف په حواله ليکلي، چې د انتخاباتو دوسيه د کمسيون له خوا تړل شوې او بله هيڅ مرجعې دا حق نه لري، چې په کې کوم بدلون راولي.
ورځپاڼه ليکي، چې دا نوي ايتلاف له قانون څخه ملاتړ بلل کيږي، چې اوس اوس يې خپل کار پيل کړې او تر ډيره د انتخاباتو په وروستيو نتايجو کې د بدلون مخالف دي.
د ورځپاڼې په وينا پدې ايتلاف کې محقق، قانوني، حاجي عبدالظاهر قدير، وژمه صافۍ، فوزيه کوفي او احمد بهزاد هم شامل دي، چې تر ډيره د ځانګړې محکمې له پريکړو سره مخالفت کوي.
ويسا خپلواکې ورځپاڼې بيا ځينو کتونکو نظرونه راخستي، چې د انتخاباتو د کمسيون په طرحه بحث د قضايه قوې په چارو کې لاس وهنه بولي.
ورځپاڼه ليکي، چې دغه کتونکي د ځانګړې محکمې پريکړه نهايي او په هغې لاس وهنه د قضايه قوې د حيثيت په زيان بولي.
خو ارادې خپلواکې ورځپاڼې بيا دا پوښتنه کړې، چې ايا د انتخاباتو د کمسيون په طرحه د بحث لپاره جوړه شوې کميټه به روان بحران ته د پاي ټکې کيږدي؟
د ورځپاڼې په وينا معترضه کانديدان، چې يو شمير يي د ځانګړې محکمې له خوا بريالي اعلان شوي ددې محکمې په پريکړه کې مداخلت نه مني او دوي له نړيوالې ټولنې هم غوښتي، چې ددوي له دريځه ملاتړ وکړي.
په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو د ځينو نورو مسايلو ترڅنګ په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه مخ په زياتيدونکي مخالفتونو ته هم کتنه کړې.
سرنوشت په خپل لومړي مخ کې په امريکا کې د افغان جګړې په اړه مخ په زياتيدونکو مخالفتونو ته کتنه کړې.
ورځپاڼه ليکي، چې امريکايي سناتوران د افغان جګړې بنسټ غلط بولي او وايي، چې دا جګړه د امريکا له ملي امنيت سره مرسته نشي کولې.
ورځپاڼه ليکي، چې دغه سناتوران په امريکا کې روان اقتصادي حالت ته په پام سره د افغان جګړې په اړه د اوباما له ستراتيژۍ سره هم مخالف دي او هغه ناکامه بولي.
که څه هم ورځپاڼې وړاندې ددې دواړو انتقادونو په اړه زيات جزيات ندي وړاندې کړي، خو ليکلي، چې جمهوريت غوښتونکي او ديموکرات سناتوران دواړه له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ژر تر ژره ويستلو غوښتنه کوي.
خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼه ليکي، چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته که د سولې او پخلاينې په برخه کې مناسب ګامونه پورته نشول، نو ممکن هيواد له ځينو جدي ستونزو سره مخامخ شي.
ورځپاڼې وړاندې د ايران او پاکستان سياستونو ته په اشارې ليکلي، چې دغه هيوادونه به يو ځلې بيا په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو په سيالۍ اخته شي.
د ورځپاڼې په وينا ايران او پاکستان همدا اوس د طالبانو او د دولت د ځينو نورو مخالفو وسله والو په ملاتړ سره د خپلو اهدافو لپاره کار کوي.
د ورځپاڼې په باور د کور دننه ځينې کړۍ،چې اوس مهال په دولت کې د فساد لامل بلل کيږي، پدې تمه دي، چې ممکن د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته پر دوي نړيوال فشارونه کم شي او هر څه يي، چې زړه غواړي ترسره يي کړي.
ويسا او ارادې خپلواکو ورځپاڼو هم ليکلي، چې اوباما له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو په برخه کې له ځينو جدي ننګونو سره مخامخ دې.
ددغو ورځپاڼو په وينا امريکايي سناتوران په هيواد کې موجوده اقتصادي حالت ته په پام سره په بيړه د ځواکونو د ويستلو غوښتونکي دي.