کله ناکله دځینو لیکوالو لیکنې یوازې دعنوان داختصار او جالبیت له امله لوستونکي دځان په لور کاږي ، تېر کال چې کله هالنډي ځواکونو له دافغانستان له روزګان څخه په تیښته ووتل ، کوم لیکوال یې په اړه ډیره جالبه لیکنه کړې وه ، چې عنوان یې وه ( یکي خو ګریخت )
نن سبا یوځل بیا مطبوعات د(ګریخت ) خبرې کوي ، دبي بي سي دراپور په اساس کاناډایي ځواکونوپه افغانستان کې تر لس کلنو خواریو وروسته اوس دهالنډ په شان دشاګرځ فیصله کړې ، او داسې ویل کیږي چې همدانن به یې وروستي ټولي له افغانستان څخه ووزي .
کاناډایي پوځیان له امریکایانو سره دافغانستان په اشغال کې له پیله برخوال وه ، خو په دومره توپیر چې په لومړیو کې یې رول یوازې سمبولیک وه ، مګر په ۲۰۰۵ کال کې چې په کندهار کې دطالبانو بریدونه پیاوړي شول ، کناډایانو هم خپل سرتیري څوبرابره زیات کړل ، او ترزرګونو ورسیدل .
تېر لس کلونه کندهار ته دراغلیو کاناډایو لپاره خورا تاریخ ساز وه ، دوی چې له پیله په کوم نیت راغلي وه ، او دافغانستان دجنوب دا مهمه سیمه ( کندهار) یې دیوې مفتې مړۍ غوندې له امریکایانو بیله کړې ، ترڅو یې وشپیلوي او هضم یې کړي ، له نیکه مرغه دا کرغیړن اټکل یې خطا وخوت ، کاناډایانو به ښایي له پیله سوچ واهه ، چې کندهار به هم داتلانتیک کومه ورکه او بې څښتنه جزیره وي ، چې یوازې په کې واړوه او مزې کوه ، له همدې خاطره خوبیخي پرې ورګرم وه بې سابقې پوځي او ملکې توجه یې ورته اړولې وه ، او دکرارولو لپاره یې ټولې هڅې کارولې .
مګر تیرلسوکلونو ثابته کړه ، چې دافغانستان دهرې سیمې غوندې کندهارهم له ټولې افتادګۍ سره بیاهم لوی ګړنګ دی ، او هضمول یې دومره ارزانه نه دي .
په کندهار کې دکاناډایانو دسر اومال دزیان درښتینو شمیرو پته خوبه یو الله تعالی ته وي ، خودوی رسما منلې چې تراوسه یې ۱۵۷ عسکر وژل شوي ، او څه دپاسه ۱۱ میلیارده ډالر یې نقدي مصرف شوی ، دغه راز تراوسه دکاناډایي ټپیانو ، معیوبو ، او ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي .
که همدا شمیرې ومنل شي او بیا داپوښتنه راپورته شي چې ددومره تلفاتو په وړاندې کاناډایانو په کندهار کې څه ترلاسه کړل ، ښایي ځواب یې ( هيڅ ) راووزي .
ځکه په کندهار کې خو نه تراوسه طالبان مات شوي ، بلکې ترپخواډیر قوی شوي دي ، نه یوه دکاناډا په زړه برابره سالمه اداره رامنځته شوې ، اونه دکومې بلې لاسته راوړنې څرک لګیږي .
کاناډایان دجګړې له ډګر څخه پوځیان په داسې حال کې باسي ، چې یوشمیر نور کرلي جنجالونه یې لاهم ترلمن نیسي ، داسې ویل کیږي چې دکندهار په بهرنیو پوځي قرارګاوو کې مصروف ملکي کارکوونکي په تیره ترجمانان زیاتره کناډایي تابعیت لري ، او کاناډایانو دډیرو امتیازاتو او بیمې په بدل کې ترکندهاره راوستي ، دغه راز دکندهار دوالی توریالي ویسا په شمول یوشمیر حکومتي چارواکي هم دکناډایي اعتبار په مټ تردې ځایه رارسیدلی وه ، اوس چې کاناډایان له کندهار وزي ، همدا کسان هم ترې پالل غواړي ، او باید ورسره ژمنې عملي کړي .
دغه راز دجنګیدلیو پوځیان په منځ کې ذهني ناروغۍ او معیوبیتونه هم هغه څه دي چې کاناډا تراوږده مهاله دجګړې تراغیز لاندې ساتلی شي .
په ټوله کې داچې کاناډایان دهالنډیانو په پله پل ږدي او له جګړې پښې سپکوي ، دایي دهوښیاري نښه بللی شو ، که دوی پاته کیږي یالکه څنګه چې ویل کیږي په نورو برخو کې خپل رول تنظیموي ، پرته له دې چې د ( اشکهای تورنتو درپای درخت انار ) غوندې دتراژیدیکو کیسو لپاره رښتیني موارد رامنځته کړي ، نور به یې هیڅ له لاسه ونه شي ، دم درحاله دافغان او کاناډایي داوړو اولسونو ګټه په همدې کې ده چې نور له یوه بل سره په جګړه کې ښکیل نه وي .