د نورستان ولايت والي جمال الدين بدر وايي چي په وار وار يې بهرنيانو او افغان ملي دفاع وزارت ته ويلي چي د نورستان ولايت اړونده سيمو کي دي چاڼيز عمليات وکړي خو د هغوى له لوري ورته تر اوسه مثبت ځواب نه دئ ويل سوى . د نوموړي په وينا چي هر ځل يې د وسله والو د لاسه دکومي ولسوالۍ تر نيولو وروسته ورته ويلي چي ملي اردو بايد دلې پاته سي خو دوى يې پر لارښوونو غوږ نه دئ نيولى . نوموړى وايي چي په ١٦٠ پوليسو او ٧٠ کيلومتره پوله نه سي ساتل کېداى .
نوموړى وايي چي په کامدېش کي يې اوس هم پوليس محاصره دي خو د دفاع وزارت له لوري ورته مرسته نه ده لېږل سوې .
نورستان يو له هغو ولايتو څخه دئ چي ډېر وخت يې ولسوالۍ د وسله والو لاس ته لوېږي .