په کندهار ولايت کي تېره ورځ سلګونو ځوانانو ، قومي مشرانو ، سپين ږيرو او سلګونو اوسېدونکو د جلال آباد او کونړ پر سرحدي پولو د پاکستان توغنديز بريدونه وغندل او هغه يې د افغانستان پر خاوره يو ښکاره تېرى وباله .
د غونډي ګډونوالو د افغان حکومت څخه د خبرو د لاري د دې بريدو بندېده وغوښته او بهرنيان يې په دې تورن کړل چي په دې اړه تر اوسه پټه خوله پاته دي .
په دې اړه تېره ورځ د کندهار په اوونيزه امنيتي غونډه کي هم خبري وسوې .