کور / تازه خبرونه / معترض کانديدان: بېله ځانګړې محکمې د بل چا پرېکړه نه منو!

معترض کانديدان: بېله ځانګړې محکمې د بل چا پرېکړه نه منو!

ولسي جرګې ته د ځانګړې محکمې له خوا بريالي کانديدان وايي د هيچا سره به هيڅ معامله ونکړي او نه د دوى په حق کي بېله د ځانګړې محکمې د کومي ادارې پرېکړه مني.
له غزني څخه بريالى اعلان سوى کانديد داود سلطانزوى وايي د دوى په حق کي ځانګړې محکمې د هيواد له قانون او اسلامي شريعت سره مطابق پرېکړه کړې هيچا ته به اجازه ورنکړي چي دغه حکم مات کړي.
برياليو وکيلانو وروسته له هغه نن يوه غونډه وکړه چي د انتخاباتو کمېسون ولسمشر کرزي ته وړانديز کړى چي د ستري محکمې، لويي څارنوالۍ، مدني ټولنو او انتخاباتو د کمېسون ګډ هيئت دي جوړ سي او له اوسني بحران څخه د وتلو لاره دي وسنجوي.