کور / تازه خبرونه / کندهار : د ٥ وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

کندهار : د ٥ وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

په کندهار کي امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي يو لړ چاڼيز عمليات سوي او په پايله کي يې پنځه شکمن کسان نيول سوي . د چارواکو په وينا چي ياد عمليات د ملي اردو له لوري د دې ولسوالۍ د کاکوانو په سيمه کي ترسره سوي .
چارواکي وايي چي د نيول سوو کسانو سره يې يو شمېر وسلې او پنځه موټرسايلکونه هم نيولي .
د يادوني وړ ده چي په د ې اړه تر ا وسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي .