کور / تازه خبرونه / کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وژلى

کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وژلى

د کندهار ښا ر په زړه هرات بازار کي د خيري مارکېټ مخ ته ناپېژاندو وسله يو تن تېره ماښام په ډزو وواژه . د دې ولايت امنيه قوماندان ياده پېښه تاييدوي او وايي چي بريد کوونکي تر بريد وروسته پر تګ بريالي سوي .
نوموړى زياتوي چي نوموړى کس په حکومت کي کومه دنده نه لرله .
د دې بريد مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى .