ماشوم روزنه او د ماشومانو د ښې روزنې او اړيکو لپاره غوره لارې چارې هغه کتاب دى، چې د تېرې جمعې په ورځ بازار ته راووت. دغه کتاب په پکتيا ولايت کې د نښتر دوديزې مشاعرې په وياړ چاپ شوى او لګښت يې مصور خپرندوى بنسټ په غاړه اخيستى دى. کتاب په ١٢٢ مخونو کې ترتيب شوى او ژبه يې روانه پښتو ده. د کتاب په دويم مخ کې يې ځانګړنې داسې ښودلې شوې دي:
کتاب نوم: ماشوم روزنه
ليکوال: اعظم منصوري
ژباړن: ډاکټرعطاءالله زيارمل
بريښناليک: ziarmal76@gmail.com
خپروندى: مصور خپروندى بنسټ
خپرونو لړ: لومړى
ډيزاين: پخپله ژباړن
د پښتۍ ډيزاين: صالح محمد صالح
د چاپ کال: ١٣٨٦ – ژمى
چاپ چارې: کاروان ادبي ټولنه
د کتاب د رانيولو لپاره لوستونکي کولى شي، چې د کاروان ادبي ټولنې له دفتر څخه برسېره يې د کابل ښار په نورو کتابتونونو کې هم تر لاسه کړي. د کاروان ادبي ټولنې پته داده:
د شاه دوشميره (رح) زيارت څخه ښکته د پل باغ عموي لور ته په لومړي مارکيټ کې کيڼ لاسته څلورم دوکان.
لوستونکي کولى شي، چې دغه کتاب د انټرنيټ په مټ هم په برېښ ويبلاګ کې ولولي. په برېښ ويبلاګ کې د روزنيزو مالوماتو په څنګ کې روغتيائي مالومات هم پراته دي. پته يې داده: