د اسټرالیا په سيډني ښار کي یوه مېرمن اته کاله مړه په کور کي پرته وه، چي عمر یې راتلونکې میاشت ۸۷ کالو ته رسیږي .
ویل کیږي، چي پولیسو د نوموړي مېرمن د ورېنداري لخوا د ټیلیفوني اړیکو څخه وروسته د له منځه تللي مېرمن په کور کي، ددې پخپله خونه کي جسد موندلئ دئ .
همداډول دورېنداري په اړه یې ویل کيږي، چي نوموړې یې یوازینۍ د کورنۍ غړې ده او د ۲۰۰۳ ز کال کي د یوې شخړي له امله ددوی دوو ترمنځ اړیکي تراوسه خرابي وې .
د له منځه تللي مېرمن ګاونډي په دې نظر وه، چي ښايي نوموړې بل ځای ته کډه سوې وي .