د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي نن ورځ د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کي دوو تنو وسله والو کسانو چي په يوه کرولا ډوله موټر کي سپاره ول پر پوليسو ډزي وکړې او دوه تنه يې پکښي ژوبل کړل . د چارواکو په وينا چي تر بريد وروسته يې بريد کوونکي تعقيب کړل او وې نيول چي اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دي .
طالبانو په د ې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي . بل لور ته وسله والو طالبانو نن د دې ولايت په دهراود ولسوالۍ کي د حکومت يو تن سيميز قوماندان او د ٩ ملګرو د ور تسليمېدو خبر هم ورکړى .