د عراق د مرکز بغداد څخه په شل کیلومتري کي د التاجي نومي ښار کي د دوو چاودنو له امله یقینا ۲۷ تنه له منځه تللي او ۳۰ نور زخمیان سوي دي .
ویل کیږي، چي لومړی چاودنه د یوه دولتي تعمیر په پارکینګ کي ترسره سوه او ورپسې یوه بله چاودنه هم وسوه . همداراز د یادوني وړ ده، چي په ذکر سوي تعمیر کي زیات شمېر عام وګړي د رسمي اسنادو د درخواست کولو لپاره حاضر وه.
د یادوني وړ ده، چي د جون په میاشت کي سږ کال تر ټولو زیات شمېر کسان په عراق کي وژل سوي دي; ټوله تقریبا ۲۷۱ تنه عام وګړي دي، چي د چاودنو په ترڅ کي یې ژوند دلاسه ورکړئ دئ . همداراز ۱۴ امریکايي عسکر هم له منځه تللي دي .