د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر لخوا د خپري سوي خبرپاڼي له مخي د سهيلي حوزې په کچه د نړيوال سره صليب د کمېټې ICRC مشر ډنيل کاوولي وايي چي د کرني او مالدارۍ د پياوړتيا لپاره يې تر دې دمه په کندهار کي پر مستحقو کورنيو چي د پرمختيايي شوراګانو لخوا ور معرفي سوي دي ٦٠ زره ګيلګيان وېشلي دي. نوموړي دا خبري نن سهار د کندهار والي سره د هغه په دفتر کي وکړې او همدا ډول يې يادونه وکړه چي پر ميروېس مېنه کي يې د اوبو يوه لويه زېرمه جوړه کړې چي اوس مهال ورڅخه د يادي مېني خلک کار اخلي . نوموړي همدا ډول وويل چي دفتر يې د ميروېس روغتون په فعاله کولو او د جګړې د ډګر زخميانو ته د عاجلي تداوۍ د زمينې په برابرولو کي د پام وړ کار کړى دئ .
دکندهار ولايت لخوا په يوه بله خبرپاڼه کي پورتنی خبر ناسم بلل سوی او ويل سوي چي شپېته زره څاروي واکسين سوي دي خو د همدې مطبوعاتي دفتر لخوا بل ځای بيا د شپږ زره څارويو د واکسين خبره سوې ده ، مطبوعاتي مسول لراوبر د دقيق خبر ترلاسه کولو پر وخت وليکل چي لومړنی خبر په تېروتنه لېږل سوﺉ و ، سره صليب شپېته زره څاروي واکسين سوي دي .