يوه ورور د خورو ورو مسائلو په اړه يو تفصيلي ليك رالېږلى وو، اعتراضات، پوښتني، قضاوتونه او مشورې ئې درلودې، د ځواب غوښتنه ئې كړې وه، ما ئې ځواب ورلېږلى، دا راته غوره او گټوره وبرېښېده چي دا ځوابونه د نورو له نظره هم تېر شي، او د هغو خلكو پوښتنو او اعتراضاتو ته هم ځواب وويل شي چه ده ته ورته قضاوتونه لري، ځواب دا دئ:
• ستا تفصيلي ليك مي ولوست، له پېرزوينو او مشورو دي ډېره مننه، ستا د ځينو ملاحظاتو په اړه څو عرائض لرم:
• زه د سياست ميدان ته تر تلو وړاندي اسلام ته ننوتى يم، د سياست ميدان او د جهاد سنگر ته د اسلام په حكم داخل شوى يم، د سياسي مصلحتونو له مخي د داسي قضاياوو له څېړلو او چېړلو ډډه نه كوم چي زما په دين او مذهب پوري تړاو لري، كه څوك زما پر ديني او مذهبي تگلاري تېرى وكړي، حتماً ئې مخي ته ودرېږم، له خپلي عقيدې دفاع كوم، كه څه هم دا دفاع په گراني بيع راته پرېوځي، گمان كوم د ايمان تقاضاء همدا ده.
• زه درسره موافق يم او په دې باور يم چي ويده فتنه راويښول جرم دئ خو د ويښي فتنې په وړاندي سترگي پټول او شا وراړول تر دې ستر جرم دئ، ولي به د هغو فتنو په ضد له څه ويلو او څه كولو ډډه كوو چي موږ ئې عملاً تر بريدونو لاندي يو؟!!
په فرعي مسائلو كي ښكېلېدل اشتباه ده خو كه دښمن دا لړۍ پيل كړې وي نو هر داعي مكلف دئ چي مخه ئې ډپ كړي، د ډپ كولو لار ئې دا ده چي د جارچيانو خولې ئې وربندي كړو او ولس ته ثابته كړو چي دا كړۍ په خوشو او بېهوده خبرو بوخت دي او هيڅ منطق نه لري. كه چا ته له دې پرته بل داسي اسلوب معلوم وي چي د دې فتنې مخه له څه ويلو او ليكلو پرته ونيسي نو هيله من يم موږ ته ئې هم راوښيي، كه پر موږ ئې نه پېرزو كېږي په خپله دي ملا وتړي او د هغو خلكو مخه دي ونيسي چي له همدې لاري فتنې راولاړوي.
• په داسي حال كي چي نن د تاريخ تر ټولو لوى او اوږد سوړ او تود جنگ د اسلام او اسلامي امت په ضد روان دئ، او موږ هم له لوى دښمن سره په جنگ كي مصروف يو، په داسي حال كي چي د مسلمانانو په ضد د نړۍ ټول كفري ځواكونه متحد شوي او د اسلامي هېوادو منافق او مفسد غلام صفته حكام هم ورسره ملگري شوي، د كابل او بغداد په څېر د اسلام ستري كلاگاني د دښمن په لاس كي پرېوتې، زموږ پر جوماتونو بمونه ورېږي، په مدرسو كي چاودني كېږي، زموږ سپېڅلى قرآن سوزول كېږي، هېواد مو اشغال شوى، دين، ايمان، اسلامي هويت او ملي وحدت مو تر بريدونو لاندي دي، په سلگونو راډيوگاني، تلويزيوني چينلونه، ورځپاڼې او مجلې د اسلام په ضد او د ځوان نسل د بې لاري كولو او له خپل ديني او ملي هويت پردي كولو لپاره زهر خوروي، په همدې ويرجن او دردناك حالت كي ځيني وايي: موږ په مقلدو مذهبيانو پسي ورروان يو او سنگرونه ئې ترې نيسو!!
ځيني وايي: د مذهب تقليد شرك دئ، ځيني وايي: د احنافو په طريقه لمونځ كول لمونځ نه دئ، د دوى لمونځ د سنت خلاف دئ او الله تعالى ئې نه قبلوي!! او دې ته ورته نوري كچه خبري. دښمن خوښ دئ او دا غواړي چي مسلمانان په دغسي قضاياوو كي مشغول وساتي، يقيناً چي د دغه بهير تر شا يا د زرنگ دښمن ناولي لاسونه د فتنو راولاړولو په موخه بوخت دي او يا هغه كمعقله او په غرض او مرض ككړ خلك چي نه د دين په حقيقت پوهېږي او نه د دنيا له حالته خبر دي، نه دوست پېژني او نه دښمن، نه د اسلام غم ورسره دئ او نه د اسلامي امت درد.
• كه نور زما پر مذهب تېرى كوي آيا زه حق نه لرم له خپل مذهب دفاع وكړم؟
آيا دا د يوه داعي مسئوليت نه دئ چي خلكو ته ووايي: څوك چي په دې دردناك حالت كي دا هڅه كوي چي په افغانانو كي نوى مذهب رائج كړي، مذهبي اختلافات او په فرعي مسائلو شخړي راولاړوي، هغوى له اسلام، هېواد او افغان ولس سره خيانت كوي؟
• له دغو كړيو چي د دې فتنې اور ئې بل كړى هيڅكه به وانه ورئ چي د عربو د اوسنيو فرعونانو او ابوجهلانو په ضد څه ووايي، د دغو هيوادو د حكامو فساد، ظلم، عياشي د پرديو په وړاندي ذلت او د خپلو ولسونو په وړاندي بې رحمي او ظلم ته گوته ونيسي، په عربو هېوادو كي د امريكايانو د نظامي اډو يادونه وكړي، پر افغانستان او عراق د صليبي ځواكونو يرغلونه وغندي، خو د امام ابو حنيفه په ضد به په ډېر جسارت او سپين سترگتوب سره بد ورد وايي او د احنافو مذهب به د حديث خلاف گڼي، دا په داسي حال كي چي د قرآن يو آيت به سم نشي ژباړلى، د يوه حديث له سمي او دقيقي ترجمې به عاجز وي، په پښتو، دري او عربي كي به يو عادي ليك نشي ليكلى× خو داسي به مغرور وي چي د امت فقهاءو او ائمه وو ته به په سپكه سترگه گوري، د كوم جومات په كنج كي به ئې څو مظلوم طالب العلمان راغونډ كړي وي، د دوى په نامه به له خلكو پيسې راټولوي، همدا به ئې د معيشت د تأمين ذريعه وي، خو د همدغو مظلومانو له ايمان او عقل سره به لوبي كوي او د مذاهبو په ضد به ئې پاروي. پارول خو څه كوې د شهيد عبدالله عزام او شهيد مولوى حسن جان په څېر شخصيتونو ترور ته به ئې هڅوي!!
• دوى لگيا دي د حزب اسلامي په ضد تبليغات كوي، حتى د كمونيستانو په اوږو خپل ټوپك ږدي او د حزب په ضد ډزي كوي، خپلي ليكني د كمونيستانو د ويب پاڼو له لاري د حزب په ضد خپروي، د خپلو كچه او مسخره فتواگانو په كتابونو كي د حزب په ضد فتواگاني وركوي، آيا سره له دې به موږ څه ځواب نه وركوو او كه ځواب وركړو نو ملامت به وو؟!!
آيا د هغه چا په اړه شك او حيرانتيا نه ده په كار چي په خپله هيڅ نشي كولى خو د بل په سترو سترو كړنو اعتراض ته زمرى دئ، په خپله دوه كسان نشي راغونډولى، په يوه واړه ټولگي كي د ژوند او كار كولو اهليت او ظرفيت نه لري خو په داسي ډلو به اعتراض كوي چي د ده په څېر ئې په لكونو خلك روزلي، په زرگونو غړي ئې په سنگرونو كي ناست دي او په زرگونو نور ئې په شهادت رسېدلي!!!
ټول بد دي كه هغه چي ټولو ته بد وايي؟!! (دویمه برخه )
05-07-2011
• دوى وايي: يوازي زموږ مذهب صحيح دئ، يوازي هغه څوك په دين پوهېږي چي د سعودي او كويټ له مدرسو ئې د فراغت سندونه ترلاسه كړي وي!! پوښتنه كوو: افغان ولس به دين له چا زده كوي او د دين په اړه د څه ويلو يا ليكلو مجوز به له چا ترلاسه كوي؟! كه نورو په ځانگړې توگه دغه چي ځان د دين ټيكه داران گڼي او له نورو غواړي چي دوى ته به په دين د پوهو كسانو په سترگه گوري؛ كه دوى د هغو قضاياوو په اړه له څه ويلو ډډه كوله او يا ترې عاجز ول چي موږ ورسره عملاً مخامخ يو؛ نو څه به كوو او چا ته به مراجعه كوو؟!! اميد دئ ما ته د الازهر يا دارالافتاء آدرس رانكړي، ځكه زه اوس دوى دواړه ښه پېژنم، شيخان ئې هم او فارغان، مخلصان او پلويان ئې هم، د هغو شيخانو د ديانت او علميت په اړه شكمن يم چي د طاغوتي نظامونو په خدمت كي دي، تر دې وړاندي او په ځوانۍ كي داسي نه وم، چي د چا پر سر به مي چلتار وليد او په اوږدو سپينو جامو كي پوښلى نو د يوه صحيح مسلمان گمان به مي پرې كاوو، د الازهر فارغ ته خو مي د داسي چا په سترگه كتل چي د دين له ټولو رموزو به خبر وي، خو اوس خپلي هغي سادگۍ ته حيران يم، زه اوس د الازهر ځيني فارغان پېژنم چي د استاد، دكتور او پروفيسو نومونه پرې اېښودل شوي خو نه ديني علم لري او نه ايماني اخلاص، هغه چي تا هم يو مهال ډېر ستايل او تأييدول خو اوس وايې چي تر دوى خو زرداد او چمن هم ډېر ښه دي!! زه اوس پوهېږم چي د سعودي واكمنان ولي ړانده مفتيان غوره كوي، ما ته دي د دغو مفتيانو آدرس هم نه راكوي!!
• ما هغه څه ليكلي چي تشه مې احساس كړې، كه نورو دا تشه ډكه كړې وى نو ما به هيڅكله په دې اړه د څه ليكلو جسارت نه وو كړى، هو؛ دا خو د هغو ځانگړې او اختصاصي دنده ده چي د فراغت اسناد لري، دين ئې حرفه ده، د انجنيرانو او ډاكټرانو ئې له دې سره څه؟ د حسن البنا، نجم الدين اربكان او ابولاعلى مودودي ئې د تفسير له ليكلو او د ديني خوځښت له مشرتابه سره څه؟ كه دوى دې ته اړ شوي نو ملامت څوك دئ؟!! ما ته دي ووايي: كه په پښتو كي يوه داسي جامع تفسير ته ضرورت وو چي ځوان نسل ته قرآن وروښيي، او شته پښتو تفسيرونو هم له ادبي پلوه نواقص درلودل، هم له علمي پلوه، هم د اسلوب له پلوه او هم له دې پلوه چي د نني نسل پوښتنو ته له ځواب ويلو عاجز ول، كه په پښتو كي د حديث ژباړي او شرحي ته ضرورت وو، كه په پښتو كي د بايبل په اړه څه ليكل ضروري وو، كه د ساينس او قرآن تر منځ د تړاو په ارتباط څه ليكل ضروري وو، كه د هغو مسائلو په اړه څه ليكلو ته ضرورت وو چي مذهبي اختلافات ورته وايي، ځيني د افغانانو په ليكو كي د يوه نوي مذهب رائجولو هڅه كوي، د افغانانو پر مذهب نيوكي كوي، له مهمو ورځنيو قضاياوو د دوى پام بل لوري ته اړوي، اختلافات راولاړوي، پر ائمه وو نيوكي كوي او د مذهب تقليد او متابعت ته د بدعت او حتى شرك نوم وركوي، كه د نفاق په اړه، د اسلامي نظام د څرنگوالي په اړه، د اسلامي نظام د اساسي قانون په اړه، د هغو اعتراضاتو په اړه چي كمونيستان او غربپال ئې پر اسلام لري ليكنو ته ضرورت وو، خو د مصر او سعودي د مدرسو فارغانو دا تشه ډكه نه كړه، د دغو فتنو مخنيوي ته راوړاندي نشول، نور مجبور شول په دې اړه څه وليكي، نو ملامت څوك دئ، ولي به هغه څوك ملامتوو چي د دې تشي د ډكولو لپاره ئې ملا تړلې؟!! آيا دا كار همغسي نه دئ لكه چي د مفسد ظاهرخان د اقتدار په وخت كي د اسلامي مبارزې ډگر تش وو، د الحاد څپانده سيلاب له شمال او شرق راروان وو او د افغانانو دين او دنيا ئې گواښله، خو همدغو متخصصينو د مقابلې پر ځاى، د پاچا د تخت او تاج د بقا دعاگاني كولې، هغه هم د جومات په (محراب) كي او د (منبر) له پاسه!! ځينو ته د هغو مسلمانو ځوانانو اسلامي خوځښت اوس هم ناسم حركت برېښي چي كه هغه نه وى نو ته پوهېږې چي پايله به ئې څه وه؟!! خو زه د هغو شازلميانو د هر يوه ايمان د دغو سند لرونكو تر زرو غوره، لوړ، مضبوط او د ستايلو وړ گڼم. د دوى اشتياهات هم د بخښلو او حتى اجر وړ بولم.
• كوم مسائل چي تا مهم او د بحث وړ گڼلي ما د دغو ټولو په اړه نه يوازي تفصيلي ليكني كړې بلكي كتابونه مي پرې ليكلي، يوازي د اسلامي اقتصاد په اړه كتاب راځني پاته دئ، إن شاء الله دا كار به هم په هغه صورت كي كوم چي بل څوك ئې ونه كړي. د دې كار د ځنډېدو يوه وجه دا ده چي دا تر وخت وړاندي كار راته برېښي، رسول الله صلى الله عليه وسلم سود تر هغه وروسته تحريم كړ چي (مكه) فتح شوه.
• زه نه پوهېږم چي ستا اعتراض پر چا او پر څه دئ؟! آيا پر امام بخاري اعتراض لرې چي ولي ئې يوازي هغه روايات راغونډ كړي چي د ده هغه دريځونه تأييدوي چي له امام ابوحنيفه سره په كي اختلاف لري او هغه روايات ئې نه دي راوړي چي احناف ئې معتبر گڼي او پرې استناد كوي؟! او كه پر هغو چي د كويټ او سعودي د استخباراتو له لوري توظيف شوي چي په افغانانو كي مذهبي اخلافات راولاړ كړي؟! هغه چي د سترو سترو ائمه وو په اړه سپكه ژبه خوځوي؟! هغه چي دين ئې په داسي خبرو كي راخلاصه كړى: رفع اليدين، آمين بالجهر، لاس پر سينه او پښې آزادي اېښودل… كه په دې اعتراض لرې چي ولي د دوى د ساكتولو هڅه شوې، ځواب ورته ويل شوى، افغانانو ته ويل شوي چي هوښيار وي او د دې خطرناكي لوبي ښكار نشي؟!
• په داسي حال كي چي امام بخاري ته د زړه له كومي احترام لرم، د يوه ستر شخصيت په سترگه ورته گورم او بخاري يو دروند كتاب او د احاديثو يوه ارزښناكه پانگه گڼم، خو نه د امام بخاري مقلد يم او نه د بخاري هغو رواياتو ته ترجيح وركوم چي د احنافو او نورو مذاهبو د معتبرو رواياتو خلاف ئې راغونډ كړي، امام بخاري د نورو ائمه په پرتله داسي گڼم لكه د هغوى يو شاگرد. د نورو ائمه وو په شتون كي د دوى د شاگردانو د شاگر تقليد راته مناسب او صحيح نه برېښي، گمان كوم هغه څوك چي د ائمه وو او مذاهبو په ضد تبليغات كوي او له خلكو غواړي چي د بخاري تقليد وكړي يا ډېر ناپوه دئ او يا ډېر غرضي، د بخاري هر روايت په اوسط توگه پنځه او شپږ ځلي مكرر راغلى، په دغو تكراري رواياتو كي كله ژور توپيرونه تر سترگو كېږي، كله تعارضات او كله تضاد، د دوى تلفيق يا له منځه ئې د ارجح غوره كول دومره گران دئ چي متخصصين ئې هم له عهدې نشي وتلى عادي خلك خو لري پرېږده.
• تاسو په مذهب كي د نوښتگرۍ خبره كړې، دا درته ناسمه برېښي، بايد ووايم چي دا نوښتگرۍ د آدم عليه السلام له خلقت تر نن پوري روانه ده او تر قيامت پوري به روانه وي، قرآن هغه خلك غندي چي له دې نوښتگرۍ سره مخالف ول او تل ئې په زوړ قومي مذهب ټينگار كړى. تل د دين او مذهب پر مخ گردونه كښېنستي، الله تعالى داسي كسان راپيدا كړي چي دا گردونه وڅنډي.
• ما ته هغه څوك ماتې خوړلى انسان برېښي چي نه په ځان كي د بدلون راوستو اهليت لري او نه د جهل ځپلې ټولني په نورمونو كي د تغيير جسارت او همت لري، ما ته د خپلي مخكنۍ او اوسنۍ ټولني ډېر څه د جدي تغيير او بدلولو وړ برېښي، زه دا درې څلوېښت كاله د دې بدلون په لټه كي يم.
• هيڅ مخلص او حساس داعي او مصلح دا يو صحيح اسلوب نشي گڼلى چي د ټولو مذهبي انحرافاتو په وړاندي به د صبر، زغم، او اغماض سياست غوره كوو او له څه ويلو، نقد او اعتراض به ډډه كوو!! كه الله تعالى په دې راضي كېدى نو په قرآن كي به تر ټولو زيات په اهل كتابو (په دواړ معانيو ئې) سختي او توندي نيوكي نه كېدې، تر دې حده چي ځيني ئې له هغو خرو سره تشبيه كړي چي كتابونه پرې بار وي!! نه پوهېږم چي كه د اصلاح داسي كار ته غلط ووايو نو سم به ئې كوم وي؟! آيا همدا چي تر ننه پرې عمل شوى؟! د دې غلط سياست پايلي خو دا دئ عملاً زموږ مخي ته پرتې دي، خبره ئې دې حد ته رسېدلې چي په جومات كي د لمانځه پر مهال چاودني او ځان وژونكي بريدونه جنت ته د رسېدو وسيله گڼي!! له يهودانو، هندوانو او كمونيستانو سره د سني مجاهدينو په ضد لاس يو كول هم په څلورو كتابو روا بولي!!
• زه دې ته اړ شوم چي په بخاري كي تحقيق وكړم، د قرآن د تفسير په دوران كي په وار وار له داسي رواياتو سره مخامخ كېدم چي ځينو ئې په خپلو منځونو كي ژور توپيرونه او تعارضات درلودل او ځينو ئې د قرآن له واضح او څرگندو آيتونو سره، له همدې كبله مي په بخاري كي تحقيق پيل كړ، د حكمة البارئ په نامه مي د بخاري د لومړۍ برخي شرح په بشپړ امانت، احتياط او اخلاص سره وليكله، گمان كوم دا هم زما لپاره ضروري وو او هم د افغانانو لپاره يو خدمت، د ليكلو په دوران كي مي ليكلې برخي گڼ شمير علماءو ته لېږلې چي په خپلو ملاحظاتو او مشورو سره زما مرسته وكړي، ځينو دومره تشويق كړى يم چي ما ته ئې ليكلي: تر ننه نه په پښتو او دري كي د بخاري داسي جامع او دقيقه شرح ليكل شوې او نه په بلي ژبي كي، كوم كتاب چي تر ټولو زيات ستړى كړى يم او ډېر زحمت مي پرې ايستلى نو هغه همدا حكمة البارئ دئ، ما د بخاري هر روايت لومړى په بخاري كي لټولى چي وگورم څو ځلي نور په كومو الفاظو او له كومو اسنادو سره راغلى، د دوى تر منځ په كومو برخو كي توافق او يووالى دئ او په كومو برخو كي توپير، تعارض يا تضاد؟ بيا مي ځيني روايات په ځانگړي توگه هغه چي د مزيد دقت غوښتنه ئې كوله او يا ئې په خپلو منځونو كي تعارض درلود د احاديثو په ټولو كتابونو كي لټولى چي وگورم نورو كتابونو راوړى كه نه؟ آيا په همدې صيغه او له همدې اسنادو سره ئې راوړى كه له څه توپير سره؟ د همدې په رڼا كي راته معلومه شوې چي دا روايت د سند له مخي متواتر دئ، مشهور دئ، عزيز دئ او كه غريب؟ د صحابه وو په دور كي څو راويان لري، د تابعينو په دور كي څو او د تبع تابعينو په دور كي څو؟ ما دا كار د كمپېوټر په مرسته كړى، داسي چي لومړى مي تر بحث لاندي روايت مخي ته ايښى، بيا مي په بخاري كي د دې روايت تكراري متنونه له اسنادو سره راوړي، بيا مي د احاديثو په ټولو كتابونو كي لټولى چي شمېر ئې يو سل اتو 108 ته رسېږي، چي ځيني ئې يو يو جلد او ځيني ئې څو څو جلدونه دي؛ او ټول مي د دغو رواياتو تر څنگ ايښي، له دې وروسته مي معلومه كړې چي دا روايت د صحابه وو په دور كي څو راويان لري او د تابعينو او تبع تابعينو په دور كي څو څو؟ په بخاري كي په كومو الفاظو راغلى او په نورو كتابونو كي په كومو الفاظو، بيا مي دا هڅه كړې چي وگورم د دې روايت معارض روايت په بخاري او نورو كتابونو كي شته كه نه، معارض روايات مي د دې روايت تر څنگ ايښي، دا كار كه څوك له كمپيوټر پرته كوي نو يو روايت په يوه كتاب كي لټول او څېړل ساعتونه ساعتونه نيسي او په ټولو كتابو كي مياشتي مياشتي. زه په يقين سره ويلى شم چي دا كار تر دې د مخه او له كمپيوټر پرته شبه محال وو.
• نه پوهېږم آيا د حكمة البارئ كتاب دي لوستلى؟ د اعتراض وړ مطلب دي تر سترگو شوى؟ زه به ډېر ممنون او منندوى وم كه داسي ټكي ما ته په گوته كړئ چي د اعتراض وړ وي، ما د حكمة البارئ پر ليكلو او تحقيق نږدې يو كال تېر كړ، داسي چي هره ورځ نږدې پنځلس ساعتونه د كمپيوټر خوا ته كښېنستى يم، كه د كمپيوټر مرسته نه وي نو دا كار مي په شلو كلونو كي هم نشو كولى. له عمدة القارئ او فتح البارئ مي استفاده كړې، پر بخاري ډېر كتابونه ليكل شوي، ځيني ئې د بخاري په حمايت كي او ځيني ئې پر بخاري د نقد په توگه، پورتني دوه كتابونه ئې دوه بېلگي دي، د عمدة القارئ مؤلف علامه عيني اولس جلده ضخيم كتاب پرې ليكلى، خو دا پر بخاري د ژور او جامع نقد كتاب دئ، د بخاري ټول هغه روايات ئې كمزوري او مرجوح ثابت كړي چي احناف ئې په مقابل كي نور روايات معتبر او ارجح گڼي، علامه عيني حنفي دئ. ما د مرحوم حسن جان او مرحوم گوهر رحمن د درسونو سي ډي گاني هم اورېدلې، د اسلامي مبارزې له پيل تر ننه مي بخاري څو ځلي لوستلى، د قرآن پلوشې د ليكلو په دوران كي دې ته اړ شوم چي په حديث كي تحقيق وكړم، ځكه په وار وار او د گڼ شمېر آيتونو په ارتباط له داسي متعارضو رواياتو سره مخامخ كېدم چي له تحقيق پرته د صحيح انتخاب راته گران وو، چا چي قرآن او حديث لوستلى وي پوهېږي چي متعارضو رواياتو څومره ستونزي راولاړي كړې دي، د يوه يوه آيت په اړه به گڼ شمېر متضاد او متعارض روايات مخي ته راځي، حتى يوه راوي ته به دوه او درې متضاد اقوال منسوبېږي، د حديث په يوه كتاب كي د يوې قضيې په اړه گڼ شمېر داسي متعارض روايات راغلي چي تلفيق ئې محال دئ، او د يوه انتخاب د جدي تحقيق غوښتنه كوي، د همدې لپاره ما د قرآن پلوشې كار وځنډاوو او حكمة البارئ مي وليكو، الحمد لله لومړى جلد ئې بشپړ او چاپ شو، إن شاء الله دوهم جلد به ئې د پلوشې له بشپړېدو وروسته ليكم، د پلوشې درې ربع بشپړ او چاپ شوې، اميد دئ پاتې ربع هم بشپړه شي. زه هر ناقد او معترض ته بلنه وركوم چي د عام بحث پر ځاى مشخص بحث ته ترجيح وركړي، كه زما پر كومي ليكني اعتراض لري نو هغه په مشخصه توگه خو له دلائلو سره ئې ما ته وليكي.
• زه د متضادو رواياتو دوه مثالونه تاسو ته وايم: د رسول الله صلى الله عليه وسلم د معراج په اړه د بخاري ځيني روايات وايي چي دا سفر په خوب كي تر سره شوى او د سفر په پاى كي رسول الله صلى الله عليه وسلم له خوبه راويښ شوى، خو له نورو رواياتو ئې داسي معلومېږي چي دا سفر په ويښه كي ترسره شوى!! دا په داسي حال كي چي قرآن دې ته د رؤيا نوم وركړى!! يا د موسى عليه السلام او د هغه د سفر د ملگري په اړه په ځينو رواياتو كي ويل شوي چي موسى عليه السلام ته لارښوونه شوې وه چي په سيند كي روان كب ستاسو لپاره نښه دئ، دوى په همغه لوري تلل چي كب مخكي تلو، خو دا روايت په بخاري كي ديارلس ځلي راغلى، په دې كي څلور روايات همدغه پورتنۍ خبره كوي او څلور نور ئې له پورتني سره ژور تعارض لري او په كي راغلي چي موسى عليه السلام ته ويل شوي وو چي وريت شوى كب په ټوكرۍ كي درسره واخله، چېري چي درنه ورك شو (ژوندى شو او په اوبو كي درنه پټ شو)، په همغه ځاى كي به خضر ومومې، په دغو څلورو كي هم ژور توپيرونه تر سترگو كېږي، ځيني ئې داسي الفاظ لري چي له قرآن سره اړخ نه لگوي، دا په داسي حال كي چي د ټولو ديارلسو روايتونو راوي يو دئ، امام بخاري رضى الله عنه نه دي ويلي چي كوم روايت ئې تر نورو غوره، دقيق او صحيح دئ، هغه له بېلو بېلو راويانو چي څه اورېدلي په امانت سره ئې رانقل كړي، له دې پرته بله چاره نه لرو چي له دغو متعارضو رواياتو به يو غوره كوو. د داسي متعارضو رواياتو شمېر دومره زيات دئ چي سلگونو ته رسېږي، همدغو متعارضو رواياتو په امت كي ژور مذهبي اختلافات راولاړ كړي. كه څوك د اصلاح كار له هر ځاى او په هر اسلوب سره پيلوي نو په وړاندي به ئې لومړى او تر نورو ستر خنډ له همدغو رواياتو راولاړ شوى وي او له دې پرته بله هيڅ چاره نه لري چي خلكو ته ووايي: په كوم روايت بايد عمل وكړي او په كوم نه!! ائمه وو همدا كار كړى، د احاديثو شارحينو همدا كار كړى او هر مصلح او داعي به همدا كار كوي.