کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني يو بهرنى وژلى

د ماين چاودني يو بهرنى وژلى

لراوبر ته دناټو له لوري يوه رالېږل سوې خپرپاڼه ليکي چي تېره ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د ماين چاودني يو بهرنى وواژه .
خبرپاڼي د خپلي پاليسۍ اړوند د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى .
دا د جولاى د مياشتي په تېرو سوو ٥ ورځو کي شپږم بهرنى دئ چي په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه ورکوي . چي پنځم يې په هلمند کي لومړى د وسله والو له لوري برمته سو او وروسته بيا په ګوليو ووژل سو .