ایا رښتیا پاکستان د افغانستان پرضد نوې وسله والې ډلې جوړوي؟
په کابل کې د خپریدونکو ورځپاڼو د نن ورځې د بحث یوه مساله له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د سیمې په حالاتو د هغې اغیزې دي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې دا خبرداری ورکړی، چې د سولې د بهیر له بریالیتوب پرته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل خطرناک دي.
د ورځپاڼې په وینا له دې کبله، چې افغان ځواکونه سمه پوځي روزنه او وسلې نه لري، نو ممکن موجوده نظام هم له جدي خطر سره مخامخ شي.
ورځپاڼه لیکي، یو اساسي خطر، چې د بهرنیو ځواکونو په نه موجودیت کې احساسیږي هغه یو ځلې بیا د کورنۍ جګړې پیل دی.
خو ورځپاڼه دا هم لیکي، چې په هیواد کې ځینې کړۍ د بهرنیو ځواکونو د وتلو پلویان دي او ځکه د دوی په ینا له دې سره به د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې له منځه ولاړې شي او افغانستان به هم د یو خپلواک هېواد په توګه خپل باور بیرته ترلاسه کړي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم دا سپارښتنه کړې، چې امریکا باید له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د خبرو او سولې لاره هواره کړي.
د ورځپاڼې په وینا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د حل یوازنۍ لار نه ده، بلکې د افغانستان په مساله کې ښکیل ټول هیوادونه باید په ګډه د سیاسي حل لپاره هلې ځلې وکړي.
ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د سیمې هیوادونو ته سپارښتنه کړې، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال باید د ترورزم په وړاندې د مبارزې په اړه یوه مشخصه پالیسي خپله کړي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د سیمې هیوادونه باید یوه ګډه غونډه راوبولي او د افغانستان د روان حالت په اړه په کې پراخ بحثونه وکړي.
خو د ورځپاڼې په وینا د افغانستان په اړه د او د ترورزم په وړاندې د مبارزې لپاره د سیمې د هیوادونو پالیسۍ باید ګټو اندیښنو او ګټو ته ځواب ورکوونکې وي.
خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا په دې برخه کې د پاکستان هڅو ته د شک په سترګه کتلي دي او لیکلي، چې دغه هیواد له افغانستان څخه د امریکایی او ناټو ځواکونو د ویستلو د بهیر د ګړندي کولو لپاره له وسله والو ډلو نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
ورځپاڼه د طالبانو د ځینو قومندانانو په حواله، چې له پاکستانیانو سره یې له نږدې کار کړی لیکي، چې دغه هیواد په افغانستان کې د جګړې لپاره لا نورې وسله والې ډلې جوړوي.
ورځپاڼه وړاندې د دغه قومندان په حواله لیکي، چې د امریکا او نړیوالې ټولنې د مرستو او هڅونو سره سره پاکستان نه یوازې دا، چې د ترورزم پر ضد په مبارزه کې مرسته نه ده کړې، بلکې لا هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
د کابل بانک د مالي بحران په اړه پورته شوې لانجې بله مهمه مساله ده، چې د کابل ځینو ورځپاڼو پرې نن هم پراخ بحثونه کړي.
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د کابل بانک مساله یوه ساري ناروغۍ بللې، چې بالاخره موجوده نظام نسکور کړي.
اراده لیکي، ولسمشر کرزې باید د کابل بانک د بحران ځواب ووایي، ځکه د ورځپاڼې په وینا له دې بانک څخه اتیا میلیونه ډالره د ښاغلي کرزي د انتخاباتي کمپاین لپاره ایستل شوي.
ورځپاڼه لیکي، چې پرون د ولسي جرګې یو شمیر غړو هم په دې برخه کې له ولسمشر نه د وضاحت غوښتنه وکړه.
خو ویسا بیا د کابل بانک د روان مالي بحران پړه په امریکا اچوي او لیکي، چې د دې بانک معاملې په قصدي ډول پټې وساتل شوي، څو بحران ته لار هواره شي.
د ورځپاڼې په باور د امریکا مالي استخباراتي ادارې دنده درلودله، چې له لسو زرو ډالرو څخه د پورته معاملو په اړه څیړنه وکړي، خو داسې ونشول.
ورځپاڼه لیکي، چې دا کار یا دې ادارې کړې او یا هم د افغانستان بانک مشر عبدالقریر فطرت بیا دا خبرې له حکومت څخه پټې ساتلي.